روزنامه هیواد

سعودی د اردن پاچا له وروستیو اقداماتو ملاتړ اعلام کړ

د سعودی عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز او د هغه هېواد ولیعهد محمد بن سلمان د اردن له پاچا سره په خبرو کې له هغه ملاتړ اعلام کړی.په اردن کې پخوانی ولیعهد کورنی حبس ته اچول شوی، چې ورسره د ټولو پام د اردن کورنۍ وضعې ته اوښتی دی.د سعودی دولتی اژانس راپور ورکړی، چې له پاچا عبدالله سره په خبرو کې د عربستان پاچا له هغو اقداماتو ملاتړ وکړ، چې د اردن پاچا د خپل هېواد د ارامی لپاره پورته کړی.د اردن چارواکو تور پورې کړی، چې د پاچا میرنی ورور او پخوانی ولیعهد شهزاده حمزه بن حسین له بهرنیو ډلو سره اړیکې درلودې او د هېواد د بې‌ثباتۍ هڅې یې کولې.شهزاده حمزه بیا د اردن رهبری مفسده بللې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید