روزنامه هیواد

سریلانکا د باختر خزانې آثارو د نندارتون جوړولو غوښتنه وکړه

په کابل کې  دسریلانکا سفیر د چهارشنبې په ورځ  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې وزیرې  حسینې صافۍ سره په کتنه کې د باختر د خزانې دآثارو دنندارتون جوړولو غوښتنه وکړه. دغه کتنه کې چې په کابل کې وشوه  ، په دې کتنه کې دسریلانکا سفیر وویل، چې دراتلونکی میلادی کال دمې په میاشت کې دلرغونو آثارو نندارتون د سریلانکا په مرکز  کولمبو  ښار کې جوړېږی . ده په کولمبو ښار کې دافغانستان دباختر دخزانې د آثارو دنندارتون  د جوړولو په برخه کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د سرپرستې وزیرې د همکارۍ غوښتنه وکړه .  حسینې صافۍ  د دې  تر څنګ ، چې په سریلانکا کې دباختردخزانې دنندارتون د جوړولو په اړوند د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د همکارۍ ډاډ ورکړ څرګنده یې کړه، چې دافغانستان داسلامی جمهوریت  جمهور رییس محمد اشرف غنی  د هېوادونو ترمنځ ددوستانه اړیکو او دسیمه ییزو همکاریو په پراختیا او ټینګښت  ټینګار کوی .  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وزیرې زیاته کړه،  چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دتفاهم لیک له لاسلیک وروسته به په سریلانکا کې  دباختر خزانې د آثارو دنندارتون د جوړولو لپاره زمینه برابره شی . دغه راز  حسینې صافۍ  د سریلانکا له سفیر  څخه وغوښتل، چې ددغه نندارتون د جوړولو تر څنګ دې په دغه هېواد کې دافغانی لاسی صنایعو دنندارتون د جوړولو لپاره زمینه برابره کړی .              باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید