روزنامه هیواد

سرور دانش: ډېرې محکمې او پرېکړې به علنی وشی

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وایی، چې له دې وروسته باید ډېرې محکمې او پرېکړې باید په علنی ډول وشی. ښاغلی سرور دانش د افغانستان په عدلی او قضایی بنسټونو کې د عدالت په تامینولو ټینګار کوی او وایی، چې له دې وروسته باید د د ډېرو تورنو کسانو محکمې په علنی ډول و شی. نوموړی وویل: (( علنی محکمې د خلاص عدالت او عادلانه محکمو له بنسټونو څخه دی، دا ډول محکمې د دوو اصولو له مخې کېږی:

  • یو دا چې په علنی شکل محکمې جوړېدل یو حق دی.
  • بل دا چې د دغه ډول محکمو دائیرېدل د رسنیو، څارونکو او هرهغه څوک چې لېواله دی، په‌دې محکمو کې ګډون کولای شی.))ښاغلی دانش وایی: د دا ډول محکمو ترسره کول به د عدالت د ټینګښت او شفافیت د پلی کېدو لپاره زمینه برابره کړی.په‌دې غونډه کې د عدلی او قضایی بنسټونو یو شمېر ګډون‌والو بیا ټینګار وکړ، چې د خلکو په ګډون پولیس او څارونکی بنسټونه دې ورسره د شفافیت او عدالت د ټینګولو په برخه کې همکاری وکړی.تر دې وړاندې د ټولنې د بېلابېلو قشرونو له لوری انتقادونه شوی ، چې په افغانستان کې د عدالت او شفافیت د رامنځته کېدو او له فساد سره د مبارزې په برخه کې له مرستو سره ـ سره لا هم په پراخ ډول فساد شته.په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسی دفتر یا یوناما په تازه راپور کې راغلی وو ، چې افغانستان کې د فساد شتون ډېری برخې ټکنۍ کړی.له دې سره د امانت‌والۍ په ملی کنفرانس کې د ګډون‌والو له لوری یادونه وشوه، چې د زورواکو او ځینوسیاسیونو له لوری قانون تر پښو لاندې کېږی او د عدلی او قضایی بنسټونو له لوری یې پر وړاندې لازم اقدام نه‌کېږی. په ورته وخت کې د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ مشر سید اکرام افضلی چې په‌دې غونډه کې برخه اخیستې وه وویل ، چې په تېرو ۱۷کلونو کې د ترلاسه شویو آسانتیاوو سره- سره بیا هم په لازم ډول د عدالت په برخه کې کار نه‌دی شوی. دی زیاتوی: (( په تېرو۱۷ کلونو کې د افغان دولت د رغولو په برخه کې هڅې شوی، خو په‌دې کې هم شک نشته چې ځینو ډلو او کسانو د خپلو شخصی ګټو لپاره ملی ګټې تر پښو لاندې کړی، که په واقعی ډول په‌دې موده کې د هغو امکاناتو چې نړیوالې ټولنې موږ ته برابر کړی وو، په سمه توګه ترې ګټه پورته شوې وه اوس به دا حالت نه‌وو.)) ښاغلی افضلی دا هم وویل ، چې له فساد سره د مبارزې او د عدالت او شفافیت د ټینګښت په برخه کې ډېری بنسټونه جوړ شوی او له نړیوالې ټولنې پیسې تر لاسه کوی، خو ترې څارنه نه‌کېږی چې څومره یې په‌دغې برخه کې کار کړی دی؟ سید اکرام افضلی وایی: لاهم په بنسټیزه توګه د عدالت غوښتنې په برخه کې ستونزې حل شوی نه‌دی او اړتیا ده چې دغې برخې ته پاملرنه زیاته شی.
ممکن است شما دوست داشته باشید