روزنامه هیواد

سرور دانش: رېښتینی او مسلکی ډاکتران دې له جعلی او غیر حرفوی جلا شی

د ولسمشرغنی دویم مرستیال سرور دانش وایی: رښتینی او مسلکی ډاکتران باید له غیر حرفوی ډاکترانو جلا شی.که څه هم د عامې روغتیا وزارت د طبی شورا دنده لری ، چې په هېواد کې روغتیایی چارې معیاری او روغتیایی خدمتونه لوړ کړی، خو ویل کېږی چې لاهم په دې برخه کې ګڼې ستونزې موجودې دی.د ولسمشرغنی دویم مرستیال سرور دانش پرون په کابل کې د طبی شورا غونډې ته په وینا کې ټینګار وکړ چې دغه شورا باید رېښتینی او مسلکی ډاکتران له غیر حرفوی ډاکترانو جلا کړیښاغلی دانش وویل: (( اجازه مه‌ورکوئ، چې د ډاکتر له نامه ناوړه ګټه واخیستل شی، یو شمېر کسان شته چې د ډاکتر له نومه یوازې د پېسو ترلاسه کولو لپاره کار اخلی، باید رېښتینی او مسلکی ډاکتران له جعلی او غیر حرفوی ډاکترانو جلا شی، دا هغه مهال امکان لری چې د ثبت پروسه د طبی شورا له لوری بشپړه او یوازې په شرایطو برابرو کسانو ته د جواز اجازه ورکړل شی او له کاره‌یې هم څارنه وشی.))دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غنی د یادې شورا د پرانیستې پر مهال ویلی وو، چې ځینی درملتونونه او ډاکتران د بې‌کیفیته درملو په تړونونو کې شریک دی چې دا بهیر نور د منلو نه‌دى او باید پای ته ورسېږی.ولسمشر غنی دغه‌شان ویلی وو ،چې درملتونونه باید خلکو ته باکیفیته درمل وړاندې کړی او د درملو سیستم باید داسې تنظیم شی چې د خلکو باور راخپل او هېوادوال باکیفیته درملو ته لاسرسى ولری.په ورته وخت کې د افغانستان د طبی عالی شورا رییسې ډاکتر نسرین اوریاخېل یادې غونډې ته وویل ،چې د دغې شورا له جوړېدو راهیسې تر دې دمه یو شمېر د پام وړ کارونه شوی او هڅې روانې دی چې خپلو فعالیتونو ته لا پراختیا ورکړی.آغلې اوریاخېل زیاته کړه:(( د افغانستان طبی شورا توانېدلې، چې ښې لاسته راوړنې ولری، د افغانستان د طبی شورا قانون د جمهوری ریاست له‌خوا توشېح کېدل او د دغې شورا له لوری په مرکز او ولایتونو کې له دوو زرو د ډېرو ډاکترانو ثبت او راجستر کېدل د دغې شورا له مهمو لاسته راوړنو دی.))د افغانستان طبی شورا د ۱۳۹۶ کال د تلې په ۱۱مه پرانیستل شوه او یاده شورا دنده لری، چې د ډاکترانو د مسلکی پوهې د کچې ښه‌والی او د روغتیایی خدمتونو د لوړولو له لارې د ناروغانو خوندیتوب تامین کړی.همدارنګه د طبی ډاکترانو ثبت او د  جواز ورکړه، د طبابت د اخلاقو ترویج او عدلی او قضایی ارګانونو ته له مراجعې دمخه مسلکی طبی سرغړونو او شکایتونو ته رسېدنه، د طبی روزنیزو معیارونو د ښه‌والی او پیاوړتیا له لارې د ډاکترانو د مسلکی وړتیا لوړول د یادې شورا اهداف بلل کېږی.خو یو شمېر ډاکتران له دې ډلې ډاکتر پرویز اقبال پر دغې شورا انتقاد کوی او وایی، چې که څه هم د دغې شورا له جوړېدو نږدې دوه کاله تېرېږی، خو د پام وړ کارونه‌یې نه‌دی کړی.د ده په وینا، اوس هم د غیر معیاری روغتیایی خدمتونو له وجې زرګونه افغانان په زیاتو لګښتونو سره نورو هېوادونو لکه پاکستان، ایران، هند او ترکیې ته د درملنې لپاره ځی.

ممکن است شما دوست داشته باشید