روزنامه هیواد

ستولتنبرګ: د امریکایی پوځیانو له وتلو سره سره به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړو

د ناټو سرمنشی ینس ستولتنبرګ وایی، چې په افغانستان کې یې د ناټو د ماموریت په اړه د دې هېواد له ولسمشر اشرف غنی سره خبرې کړی دی.ستولتنبرګ، چې له افغانستانه د امریکایی پوځیانو د ژر وتلو په اړه د ولسمشر ټرمپ له پرېکړې سره مخالف دی، پر ټوېټرپاڼه لیکلی (( موږ د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ کوو او د هغې د لوری په توګه د خپلو ځواکونو د حضور تنظیمولو ته دوام ورکوو. حتی د امریکا له لوری د ځواکونو له کمولو سره سره، ناټو به د نړیوالو تروریستانو پر ضد په جګړه کې د افغان ځواکونو ملاتړ، روزنې او سلامشورې ته دوام ورکړی.)) ستولتنبرګ د تیرې د سې شنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر له لوری د ځواکونو د ایستلو پر وړاندې خبرداری ورکړ او ویې ویل: په ناهمږغۍ د ځواکونو د ژر اېستلو تاوان به ښایی خورا لوړ وی ، د ناټو له سرمنشی سره د ولسمشر غنی د تېلفونی خبرو په اړه ارګ په خبرپاڼه کې ویلی ،چې دواړو خواوو په افغانستان کې د ناټو ماموریت او د سولې د پروسې اړه وږغېدل.ینس سټولټنبرګ وویل: آن په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو له کمېدو سره سره به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید