روزنامه هیواد

ستانکزی: که طالبان د ملکی تلفاتو درولو ته ژمن وی، نو ژر دې اوربند وکړی

 د افغان حکومت د مذاکراتی پلاوی مشر معصوم ستانکزی په پیغامونو کې په کابل پوهنتون کې وروستۍ خونړۍ پېښه غندلې  ده.هغه لیکلی، چې د دې ټولو بریدونو او وحشتونو مرکز یو دی ،خو له بېلو څانګو فعالیت کوی.نوموړی ویلی، که طالبان په رښتیا د وینې درولو ته ژمن وی او غواړی د دښمن لاس د افغانانو له مرۍ لنډ کړی ، نو ژر تر ژره دې اوربند وکړی او د سولې خبرو ته دې ادامه ورکړی.ستانکزی وسله والو طالبانو ته په اشارې سره ویلی ،چې په دې برید کې ښکېل دی او ځانونه د مسوولیت په نه منلو نه شی خلاصولی.معصوم ستانکزی همدا راز زیاتوی، چې دغه خونړۍ او وحشتناکه پېښه د ترسره کوونکو پر تندی تور داغ دی ،چې هېڅ وخت به ونه بښل شی.د افغان مذاکراتی پلاوی دا غړی داسې مهال دا څرګندونې کوی، چې وړمه ورځ په کابل پوهنتون ډله ییز وسله وال برید لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.د یاد برید له امله پرون په ټول هېواد کې ملی ماتم اعلام شوی و.

ممکن است شما دوست داشته باشید