روزنامه هیواد

ستاسو نظرونه او وړاندیزونه قانونی، عمومی او افغانستان شموله دی

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمداشرف غنی پرون له غرمې مخکې د سولې لپاره د افغان ښځو د ملی اجماع په اړه غونډه کې چې د هېواد د لومړۍ مېرمنې د فتر او د ملی امنىت شورا له خوا په ارګ کې جوړه شوې وه، ګډون او وىنا وکړه.جمهوررییس غنی په دغې غونډه کې د ولاىتونو د مېرمنو له ګډونه مننه وکړه او وې وىل: زه له تاسو منندوى ىم او وىاړم چې ستاسو نظرونه او وړاندىزونه قانونی، عمومی او افغانستان شموله دی.جمهوررییس ووىل: د ملی امنىت سلاکار حمدالله محب ته مې لارښوونه کړې چې د سولې په مشورتی کمېټو کې د ولاىتونو د مېرمنو ونډه د مرکز په پرتله زىاته کړی. دا ډېره مهمه ده چې موږ باىد د سولې په پروسه کې کابل محور نه، بلکې افغانستان محوره واوسو.جمهوررییس غنی څرګنده کړه: د افغانستان اساسی قانون زموږ ملی وثىقه ده او زه له تاسومننه کوم چې  په خپلو وړاندىزونو کې مو  د اساسی قانون پر ارزښت ټىنګار کړى. ده ووىل: د هېواد په اساسی قانون کې هر راتلونکى بدلون به د هغه مىکانىزم پر بنسټ وی چې اساسی قانون تشرىح کړى وی.د هېواد جمهوررییس ووىل:  د جمهوری رىاست ټاکنې به د هېواد د اساسی قانون پر بنسټ ترسره شی. ده څرګنده کړه:  د زورواکو او مفسدىنو پر وړاندې د مبارزې کلک هوډ لرو او په دې برخه کې ستاسو ملاتړ حتمی دى.محمد اشرف غنی د اوبو مدىرىت ته په اشارې ووىل: تر دې مهاله څو بندونه جوړ او ىا بىارغاول شوی او د ځىنو بندونو د جوړولو پر طرحو کار روان دى او تر راتلونکو دوو کلونو پورې به د هىڅ ولاىت مرکز هم بې برېښنا نه وی.جمهوررییس غنی څرګنده کړه: سوله له واضح اقتصادی طرحې پرته نه شی راتلى. ده زىاته کړه: ځوانانو ته باىد د دې زمىنه برابره شی چې په خپلو وړتىاوو او ظرفىتونو دولت ته داخل شی او له نېکه مرغه د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمېسىون ۲۲ زره ځوانان د ازادو سىالىو له لارې پر دندو ګومارلی دی.جمهوررییس څرګنده کړه، زموږ ملی ىووالى زموږ د اتفاق کىلی ده او په دغه ملی ىووالی کې د ښځو ارزښتناک او واضح رول ضروری دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید