روزنامه هیواد

زیمنس کمپنۍ د افغانستان د طبیعی ګازو ارزونه کوی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمداشرف غنی په حضور کې وړمه ورځ  له غرمې مخکې د مالىې وزارت سرپرست ډاکټر محمدهماىون قىومی او د زىمنس کمپنۍ د استازو ترمنځ د افغانستان د پاىدارې پراختىا په موخه د زىمنس د همکارىو تفاهمنامه لاسلىک شوه.دا تفاهمنامه چې د سوېس د داووس ښار د نړىوال اقتصادی کنفرانس په څنډه کې لاسلىک شوه.د دې تفاهمنامې له مخې، به دواړه لوری د ىوې جامع ستراتېژۍ پر جوړولو کار وکړی چې پر بنسټ به ىې زىمنس کمپنۍ له نوې ټکنالوژۍ څخه په استفادې په افغانستان کې د پاىداره توسعې د ودې لپاره همکاری کوی.د نوې انرژۍ د تولىدی ظرفىت د اىجاد له لارې د انرژۍ د زېربناو د ځنځیری ارزښت پىاوړی کول ؛ د انرژۍ د وېش او لېږد د نوىو سىستمونو د زېربناو جوړول، نصبول او د انرژۍ د موجوده زېربناو نوی کول؛ د افغانستان د طبىعی ګازو ارزونه او د هغې د لېږد د سىستم پراختىا د دې تفاهمنامې موخې دی.دغه راز  په هېواد کې له طبىعی ګازو څخه د استفادې د طرىقو ارزول او پر هغه موډل کار کول چې افغانستان له منځنۍ آسىا څخه جنوبی آسىا ته د انرژۍ د موثر لېږد پر محور  بدل کړی او ترڅنګ ىې د انرژۍ د ضاىعاتو د راکمولو لپاره د سىستمونو پر پراختىاچې له هغې ډلې د شبکو د سىستمونو پراختىا، د تقاضا او شبکو د مدىرىتونو او د انرژۍ د لېږد پر مهال د ضاىعاتو د راکمولو مىکانىزم د دې تفاهمنامې ورې اساسی موخې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید