روزنامه هیواد

زلمی خلیلزاد له ولسمشر غنی سره د سولې د هڅو معلومات شریک کړل

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی وړم ماښام په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړی استازی ډاکتر زلمی خلیلزاد سره وکتل.په دغې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو په افغانستان کې د سولې په هکله د وروستیو انکشافاتو او روانو هڅو او د سولې مذاکراتو ته د حکومت د چمتووالی په اړه بحث او خبرې وکړې.دغه راز ډاکټر زلمی خلیلزاد د هېواد جمهوررییس ته د سولې په برخه کې د خپلو هڅو په اړه معلومات ورکړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید