روزنامه هیواد

زلمی خلیلزاد د افغان سولې لپاره درېـیم سفر پیل کړى

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سیمې هېوادونو ته درېـیم سفر پیل کړى دى.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر خپلې وېب پاڼې ویلی چې ښاغلى خلیلزاد به په خپل درېـیم سفر کې پر افغانستان سربېره پاکستان،روسیې، ازبکستان،ترکمنستان، بلجیم، قطر او متحدو عربی اماراتو ته سفرونه وکړی.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلی چې د ښاغلی خلیلزاد سفر د ډیسمبر پر دوهمه پیل شوى چې د همدې میاشتې تر ۲۰ مې نېټې به دوام وکړی.زلمی خلیلزاد هم پر خپله ټوېټر پاڼه د خپل درېـیم سفر د پیلولو خبر ورکړى دى.بیان وایی چې ښاغلى خلیلزاد به د افغان سولې د خبرو د پیاوړتیا په هدف له افغان چارواکو، نورو سیاسی بهیرونو او خلکو سره خبرې وکړی.ښاغلی زلمی خلیلزاد د تېرې نومبر میاشتې پر اتمه هم د افغان سولې اړوند د سیمې هېوادونو ته سفر وکړ.نوموړی د خپل دوهم سفر پر مهال پر افغان چارواکو سربېره په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر له استازو سره هم وکتل.ښاغلی خلیلزاد د خپل دوهم سفر په جریان کې په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د سولې د خبرو د بهیر په اړه (( په احتیاط هیله من  دى)).نوموړی ویلی و: هیله لری چې له طالبانو سره د سولې تړون د ولسمشرۍ تر ټاکنو مخکې وشی.  د افغان سولې اړوند د سیمې هېوادونو ته د زلمی خلیلزاد د سفر پرمهال پاکستان د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مرستیال ملا عبدالغنی‌ برادر او یو بل پخوانى طالب چارواکی ملا صمد ثانی خوشې کړل. پاکستانی چارواکو ویلی وو، چې ملا برادر یې د زلمی خلیلزاد په غوښتنه خوشې کړى دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید