روزنامه هیواد

زلمى خلیلزاد لارې ته سم کړاى شو

په رښتىنی ډول سره د افغان سولې قىمت هر افغان ته تر لعلو اوجواهرو لوړ دى، خو دا چې د هڅو په نوم لوبې روانې دی او تراوسه یې هېڅ امتىاز او له ګټې څخه افغانستان نه دى برخمن شوى، نو دا بىا بېرته اندېښمنوونکې ده. د سىمې هېوادونو ته د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړی استازی خلىل زاد د سفرونو او مصروفىتونو په هکله که ووىل شی، نو باىد اوس د نړىوالې جګړې په کچه تړون او هوکړې شوې واى، خو ولې تراوسه د خلىل زاد او طالبانو د خبرو اغېزې او څرک نه لګېږی؟ له دې نه دا جوته شوه چې خلىل زاد د دې بېړۍ مخه بل لورته کږه کړې وه ،خو داچې څنګه سمې ته راغله دې خبرې ته راځم. خلىل زاد ټولې اسىا خصوصا منځنۍ اسىا ته را لېږل شوى لوبغاړى دى که ده هرڅه ووىل دا سم نه دی، که ده ىوڅه وکړل نو هغه به ومنل شی چې تر ىوه حده بشپړ دی. د افغانستان د ملی امنىت سلاکار حمدالله محب ووىل چې خلىلزاد لوبه لوبوی رښتىنى نه دى چې په وړاندې یې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه نىولې، تر بهرنىو چارو وزارت او پىنټاګونه پورې سخت غبرګونونه ولىدل شول چې دا هم په خپل ذات کې د پوښتنې وړ موضوع ده. امرىکا غواړی محب اوس هم منزوی کړی، خو کله یې چې د افغان ولس ارادې او ملاتړ ته وکتل، نو سر یې خلاص شو او د موقت دولت له ډنډورې لاس په سر شو، ځکه نن خلىل زاد د ټاکنو په اړه خپل درىځ روښانه کړ. امرىکاىان که هرڅومره لوبه وکړی، خو په ضمن کې زىات هوښىاران ځکه دی چې مخکې له دې پرېکړه وکړی، ىوځل د اکثرىت عکس العمل ته ګوری اوس مهال بېغىر څو محدودو ډنډورچىانو، د هېچا خوښه نه ده، چې موقت دولت دې جوړ شی، ځکه دا حل لاره نه شی کېداى، اوس امرىکا په دې ډاډمنه شوه چې د ملت له ارادې پرته بل څه نه شی تمثىل کېداى ځکه نو خلىلزاد ته لارښوونه کېږی چې له خپل مخکنی موقف څخه تېر شی. خلىلزاد وړمه ورځ په ډاګه کړه چې سوله لرې ده او باىد راتلوونکو ټاکنو  ته چمتووالى ونىول شی ىعنې ډېر لوى تغیـىر په موقىف اجنډا او خبرو کې راغلى دى. ځکه تردې وړاندې د خلىل زاد په پلان کې هېڅ ټاکنې مطرح نه وې، ىوازې د سولې هوکړه او ورسره په څنګ کې د ده پټه لوبه (( موقت دولت )) چې دا یوه افغان ته هم د منلو وړ موضوع نه وه. امرىکا او خلىل زاد په دې پوى شوی چې محب خپله غوښتنه نه، بلکې د ملت غوښتنه بىان کړې، ځکه هېڅ افغان په دې باور نه دى، چې موقت حکومت دې ښه بدىل وی، د لته هر افغان ته ىوازې تجربې دا وایی که موقت وی ىا اوسنى حکومت، خو بىا هم لوبغاړی امرىکاىان دی او دې ته اندېښنه لری چې موقت دولت د ىوې بلې ډرامې پىل ونه اوسی. له کله نه چې محب خپلې څرګندونې کړې، نو امرىکا او چارواکی  یې د ارګ پر ځاى پر سپېدار څرخېږی چې د لته هم ىوازې پر غوښتنه اکتفا شوې، که چېریې داسې نه وی، نو تردې وړاندې د امرىکا لپاره ارګ د مشورو ښه ځاى و. خلىلزاد اوس د ىوه منځلاری په توګه عمل غوره کړى، څومره چې یې طالبان ږغولی اوس به دولت هم ږغوی له ولسمشر محمد اشرف غنی سره ىې لىدنه د ىوه بدلون له مخې کړې، ځکه تردې وړاندې داسې څه نه وو شوی چې خلىلزاد به خپلې ټول مالومات ورسره شرىکوی. تراوسه هېڅ باور نه کېږی چې دى دې په شپږم پړاو خبرو کې هم وکړاى شی چې له طالبانو سره هوکړو ته ورسېږی، ترڅو چې طالب لورى بىن الافغانی خبرو ته حاضر نه شی، نو امکان نشته چې پردې به مو پخلا او سره کښېنوی د هغوى ىوازنى هدف په افغانستان کې جګړه ده.

عبدالقیوم عاجز

ممکن است شما دوست داشته باشید