روزنامه هیواد

زلمى خلیلزاد: د افغان سولې لپاره د ترهګرو پرملاتړو هېوادونو باید جدی فشارونه راوستل شی

پر افغانستان د اوږدې تپل شوې جګړې په بهیرکې نه یوازې افغانانو زیات مالی او ځانی زیانونه وګالل په میلیونو افغانان له خپلو کورونو بېځایه او د لارې په اوږدوکې یې د زیاتو کړاوونو له ګاللو وروسته ځانونه بهرنیو هېوادونو ته ورسول ، همدارنګه ترڅنګ یې امریکا هم د افغانستان په دې اوږده جګړه کې نږدې درې زره پوځیان له لاسه ورکړل اوڅه دپاسه شل زره پوځیان یې ټپیان ،معیوب اومعلول شول او له نیم تریلیونو ( یوزرو پنځه سوه میلیاردوڅخه زیات امریکایی ډالر یې مالی او پوځی زیانونه وګالل له دې امله د افغانستان د سولې په اړه دامریکا ځانګړى استازى زلمى خلیلزاد باید یادو واقعیتونو ته په پام سره د افغانستان اوامریکا په ګډون د سیمې او نړۍ ثبات ته د سترګواښ په توګه د پاکستان، ایران او روسیې په څېر د ترهګرو پرملاتړو هېوادونو د زیاتو او جدی فشارونو د راوړلو لپاره له خپل ټول ځواک څخه کار واخلی او دا ځل یې روسیې، پاکستان، قطر، متحدو عربی اماراتو او نورو هېوادونو ته د سفرونو پرمهال له دغو حکومتونو غوښتی چې د بشرد ډېر ستراو ګډ دښمن په توګه طالبان او نور ترهګر په نښه او وڅپی، ځالې او روزنځایونه یې ړنګ کړی ، مالی سرچینې دې پرې بېخی وچې کړی، او یا دې هغوى له خپلو هېوادونو وشړی،دوى دې بندیان او د جیلونو د تورو دروازو شاته دې پورې وهی اویا دې دوى لاس تړلی افغانستان اوامریکا ته وسپارى نو هله به د افغانستان او امریکا په ګډون دنړۍ د هېوادونو خلک د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو هېوادونو له شره خوندی شی. له دې پرته به د نړۍ د هېوادونو خلک د ترهګرو د وحشیانه بریدونو او د هغوى دملاتړو هېوادونو د شومو توطئو ښکارکېږی، تل به زیات ویرونه او ماتمونه ګالی او له ډېرخپګانه به یې د اوښکو پرځاى له سترګو وینی څاڅی نوځکه ډېره ضرورى، حتمی او اړینه بریښى چې د افغانستان د سولې په اړه د امریکا ځانګړى استازى ډاکتر زلمى  خلیلزاد دا ځل د روسیې، قطر او متحدو عربی اماراتو په څېر د سیمې اونړۍ هېوادونو ته دسفرونو پرمهال ددغه ډول هېوادونو پرچارواکو د جدی او زیاتو فشارونو د راوړلو په برخه کې له خپل زیات جدیت او قاطعیت څخه کارواخلی او دغه هېوادونه باید دې ته اړ کړی چې طالبان او نور وسله وال مخالفین په افغانستان کې د تلپاتې سولې لوړ هدف ته د رسېدلو لپاره له افغان حکومت سره د سولې د خبرو پر ټغر کښېنوى او له دې لارې پر افغانستان د سیمې او نړۍ د مغرضو او مخربو استخباراتی ادارو، زبېښاکګرو ، ښکېلاکګرو ، نیواکګرو ، استثمارګرو او استعمارګرو ځواکونو د ۴۰ کلنو تپل شویو جګړو ناخوالو او نا دودو ته د پاى ټکى کېږدی. زلمى خلیلزاد دا ځل  دسیمې هېوادونو ته د سفرونو په لړ کې د افغانستان په کورنیو چاروکې د لاسوهنو د یو ډېرمهم او خطرناک هېواد په توګه د روسیې هېواد ته هم ډېر مهم سفر وکړ او په مسکو کې یې د افغانستان لپاره د روسیې له  ځانګړی استازی ضمیرکابلوف سره وکتل او په کلکه یې غوښتنه وکړه چې له یوې خوا د افغانستان او امریکا په ګډون د سیمې او نړۍ  د هېوادونو ثبات ته دسترګواښ په توګه د طالبانو او نورو ترهګرو له ملاتړ ،روزلو او وسله وال کولو لاس واخلی اوله بلې خوا خپل ګوډاګی طالبان او نور وسله وال مخالفین دې ته اړکړ ی چې د افغان حکومت په مالکیت او مشرتابه د خبرو پر ټغر کښینې اوله دې لارې د افغانستان ، امریکا او روسیې په ګډون د سیمې ا ونړۍ هېوادونو ته د ستر سرخوږی په توګه له نړۍ څخه د طالبانو، القاعده او داعش په ګډون د وحشی صفتو ترهګرو تور ټغر ټول کړی.

پرتمین همت یار

ممکن است شما دوست داشته باشید