روزنامه هیواد

زلمى خلىلزاد په افغانستان کې د امرىکا استازى ګومارل کېږی

د راپورونو له مخې ،د امرىکا د بهرنىو چارو وزىر په پام کې لری چې په افغانستان کې د امرىکا پخوانى سفىر زلمى خلىلزاد د افغانستان لپاره د خپل ځانګړی استازی په توګه وټاکی.روىټرز او اسوشېتېدپرېس آژانسونه د ىوشمېر امرىکاىی چارواکو له قوله واىی،  چې د خلىلزاد ټاکنه به دا پىغام ورکړی چې متحده اىالتونه له وسله والو طالبانو سره د خبرو او هم د سولې د خبرو د پرمختګ په اړه،  چې په افغانستان کې د امرىکا د تر ټولو اوږدې جګړې ته د پاى ټکى ږدی، جدی دى.له دې سره سره چې ىوه جوړجاړی ته د رسېدو لپاره په دې وروستىو کې د ىوې امرىکاىۍ دىپلوماتې او د طالبانو ترمنځ خبرې وشوې، ىوشمېر امرىکاىی پوځی چارواکو په دې وروستىو کې دا منلې چې د جګړې په ډګر کې د پام وړ پرمختګ نه تر سترګو کېږی.سپىنې ماڼۍ او د بهرنىو چارو وزارت د ښاغلی خلىلزاد د احتمالی ټاکنې په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې او په خپله خلىلزاد هم د خبرىالانو استول شوىو پىغامونو ته ځواب نه دى وىلى.د افغانستان لپاره د امرىکا د بهرنىو چارو وزارت د ىوه ځانګړی استازی په توګه به د ښاغلی خلىلزاد دنده د افغانستان د حکومت او

طالبانو ترمنځ د سولې د پروسې او د هند پاسفىک ستراتىژۍ په چوکاټ کې د افغانستان د ادغام کولو پرچارو څرخی.دا خبره څو امرىکاىی چارواکو د خپلو نومونو نه ښودلو په شرط روىټرز او اسوشېتېد پرس آژانسونو ته کړې ده.د اسوشېتېد پرېس آژانس د راپور له مخې، دوو امرىکاىی چارواکو او د کانګرس ىوه همکار ، چې د بهرنىو چارو د وزىر ماىک پومپىو له دغه پلانه خبردی وىلی، چې خلىلزاد به ډېر ژر جنوبی آسىا ته سفر وکړی.د امرىکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې ىوکال مخکې ىې د افغانستان او جنوبی آسىا لپاره نوی ستراتىژی اعلام کړې، په افغانستان کې له شوىو پرمختګونو چې هغه دې له دې هېواده د امرىکاىی ځواکونو وتلو ته زمىنه برابره کړی، خوښ نه دى.په افغانستان کې د امرىکا پوځی حضور هغه څه دی،  چې وسله وال طالبان ىې د سولې د خبرو او ىوه جوړ جاړی ته د رسېدو له لاره کې ىو مهم خنډ بولی.ىوه امرىکاىی پخوانی چارواکی روىټرز ته وىلی ، چې ۶۷ کلن خلىلزاد د دغې دندې لپاره چې طالبان خبرو ته حاضر کړی ډېر مناسب شخص دى.دغه پخوانی امرىکاىی چارواکی وىلی، خلىلزاد د امرىکا له  څلورو حکومتونو سره د کارکولو ىا هغوى ته د سلا او مشورې ورکولو تجربه لری ، د دې هېواد له ټولنې او سىاستونو سره ښه بلد دى او بل داچې د افغانستان په لوى قوم پښتون پورې تړلى او له ولسمشر غنی سره هم نږدې اړىکې لری.د دغه پخوانی چارواکی پر وىنا پردغه نوی پوست د خلىلزاد د ټاکنې لپاره د امرىکا د بهرنىو چارد وزىرماىک پومپىو پرېکړه دا ښىی چې د واشنګټن اداره د سولې د پروسې په برخه کې چې هغه ىوه نتىجه ورکړی، جدی دى.خلىلزاد چې د افغانستان په شمالی ولاىت بلخ کې زېږېدلې، په بېروت کې په امرىکاىی پوهنتون او د شىکاګو په پوهنتون کې ىې لوړې زده کړې او د جمهوری غوښتونکو د بهرنی سىاست د داخلی کړۍ ىوه مهره ګڼل کېږی، په عراق کې د امرىکا د سفىر او په ملګرو ملتونو کې د امرىکا د استازی په توګه ىې هم دندې ترسره کړی دی.د ولسمشر ټرمپ انتقالی ټىم د بهرنىو چارو د وزىر په توګه د هغه پرګومارلو هم غورکړى و.پر امرىکا د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د ىولسمې له ترهګریزو بریدونو وروسته د امرىکا د پخوانی ولسمشرجورج بوش د ىوه همکار په توګه خلىلزاد پر افغانستان د امرىکا د پوځی حملې په پلانولو کې مرسته کړې وه.د هغې حملې چې د القاعده د ځپلو په برخه کې ىې نتىجه تر ډېره برىالۍ وه،  خو د طالبانو رژىم ته ىې هم د پاى ټکى کښىښود.خلىلزاد د ۲۰۰۳ تر۲۰۰۵ م کلونو د افغانستان لپاره د امرىکا د سفىر په توګه دنده ترسره کړې او د افغانستان د اساسی قانون په جوړولو کې هم مرسته کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید