روزنامه هیواد

زابلی ځوانان د سېلاب ځپلو لپاره مرستې را ټولوی

د سلواغې او د کب په مىاشتو کې زورورو اورښتونو د افغانستان سوېلی ولاىتونه سخت وځپل او له ځانی تاوانونو سره سره یې ورته سخت مالی زىانونه هم واړول،ډېرى یې بې کوره کړل، چې ددغو ولاىتونو له جملې څخه ىو زابل هم و.

د ۱۳۹۸ لمرىز کال د وری مىاشتی په لومړۍ نېټه په زابل کې د ىو شمېر ځوانانو له لوری د مرستې ټولونې کمپاىن پىل شو ،چې له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړی، هغوى د مرکز کلات ښار په منځ کې خېمه ووهله او هغه ځاى یې د مرستې ټولونې لپاره غوره کړ.

د زابل مدنی فعالان او ځوانان وایی چې زابل کې وروستىو اورښتونو خلک سخت زىانمن کړی، چې ډېرى برخه یې غرىب هېواد وال دی، دوى وایی د دولتی مرستو اندازه بسنه نکوی، نو ځکه یې په داسې اقدام لاس پورې کړى.

کلات کې ځوان فعال محبوب محبت وىلی دا اوونىز کمپاىن اووه، ورځې دوام کوی چې له اړمنو سره مرستې وکړو.په زابل کې د نوښت مدنی ټولنې مشر عبدالناصر جمال ووىل اوس هم د ځىنو ولسوالىو سره د مرکز کلات لارې تړلې دی او خلک له ستونزو سره مخ دی.

د سورغر مدنی ټولنې مشر محمد ابراهىم عبرت ووىل تراوسه چې چا مرسته ورسره کړې کور ىې ودان او غوښتنه مو داده چې سوداګر او بډاىه دې له دې پروسې سره مرسته وکړی.

تراوسه پورې دولت نه دى توانېدلى چې په دغه ولاىت کې ټولو اړمنو ته اولىه مرستې ورسوی ولاىتی مسوولىن وایی چې د امکاناتو په نظر کې نىولو سره ددې اړو سره مرستې شوې دی

ممکن است شما دوست داشته باشید