روزنامه هیواد

روژه د اسلام د سپیڅلې دین د احکامو په رڼا کې

ددینی مناسکو په ادا کې خداى پاک هېڅکله په خپلو بندګانو داسې سختی نه ده رواکړې چې مسلمان یې  په ادا ونه توانیږی اویا یې  دومره کمزوری کړی چې له پښویې وغورځوی ٬ الله پاک د اسلام ټول مناسک دخپل بنده له توان اوطاقت سره سم عیارکړی دی د ضرورت پروخت یې په هغه کې کسرهم را وستی اود اقتصادی کمزورتیا په صورت کې یې حج او زکات بښلی هم دی . په الهی احکامو کې هغه رکن چې ترک یې په هیڅ وخت اوهرډول شرایطو کې روانه دی ګرځول شوی یوازې کلمه مبارکه ده چې اقراربالسان و تصدیق بالقلب یې ډیرآسانه او یوازې د ژبې په څرخولواو د زړه په یقین  سره هروخت ادا کېدای شی ٬ کلمه مبارکه د اسلام له پنځوبناوو نه لومړنی اساسی او بنسټیز رکن ګڼل کیږی اومحتواې یې د خدای پاک پروحدانیت اود جناب محمد رسول لله په رسالت د ګواهی ورکول دی .له هغه ورو سته لمونځ دی چې د ناروغۍ٬ سفر ٬ دښمن سره د مخامخ کیدواویا نورو ښځینه ناروغیوپه صورت کې د کسر بیلا بیل او ځانګړې احکام لرې چې ټول تفصیل یې دلته نه ځاییږې

د اسلام دریم رکن او زموږ د خبرو اترو اساسی موضوع  دروژې نیول دی چې پرهر عاقل او با لغ مسلمان په کال کې یوه میاشت روژه نیول  فرض ګرځول شوی دی .اوس را ځو دغه ټکې ته چې څنګه او دکوموشرعی ملحوضاتو په بنا کومو کسانو ته  د روژې په میاشت کې د روژې نه نیول د قضایی راوړولوپه شرط روا ګرځول شوی چې په  لنډه توګه ترې یادونه کوو او دغه ملحوضات ډیر ښځو ته تکیه دی :

۱ـ هغه ښځه چې د حیض( میاشتنې عادت ) په مر حله کې وی د روژې خوړل ورته روا دی او د لمانځه ادا کول هم ورباندې نشته خو د روغوالې په صورت کې  د روژې قضایی ورباندې شته چې د همدې کال په اوږدو کې به یې تر بلې رو ژې پورې را وړی خو د لمانځه قضایې او را ګر ځول ورباندې نشته .

۲- هغه ښځه چې د نفاس( د اولاد د زیږون ) مر حله یې له روژې سره مصا دفه شی  نو څنګه چې په دې مرحله کې ښځه ډیره وینه ضایع کوی نو حکم یې د میاشتنی عادت په شان  دی  نه به روژه نیسی او نه به لمونځ ادا کوی خو دروغوالی په صورت کې  د افطار شوې  روژې قضایی به راوړی په داسې حال کې چې د لمانځه قضایې  ورباندې  نشته.

۳ـ هغه ښځه چې (حامله وی ) وی که چیرې په غالب ګمان د روژې په نیولو سره د خپل حمل په زیانیدو سره وبیریږی کولای شی چې روژه افطار کړی او بیا بیرته قضایې راوړی خو په دې مر حله کې به لمونځ ادا کوی

۴- هغه میندې چې ماشوم ته شیدې ورکوی که چیرې د رو ژې په نیولو سره د هغه شیدې کمیږې او ما شوم ته یې زیان رسیږی کولای شې چې روژه ونه نیسی خو د لمانځه د ادا کولو حکم په ځا ی ثابت پاته دی هغه به ادا کوی او هر څومره روژې یې چې افطار کړې وی همدومره روژې به بیرته نیسی .

۵ـ هغه ناروغ چې د روژې نیولو په سبب لا پسې کمزورې کیږی ٬ نه رغیږی ٬او د مرګ تر پولې رسیږی نو روژه دې ماته کړی کله چې جوړ شو نو بیرته دې روژه ونیسی او که چیرې جوړ نشو او ومړ  نو دده له وصیت سره سم دې د هغه ورثه  دهرې خوړل شوې روژې فدیه ورکړی .

۶ـ کوم سفرچې مسافرکولای شې په هغه کې روژه افطارکړی په عادی پلې تللوسره ددریوشپو اوروځو داسې سفر دې  چې د خوب په وخت کې بیده شې د خوړو پر وخت خواړه وخورې او د بار د اړولو پر وخت خپل بارونه واړوی د روژې افطارول روا دی او کله چې مقیم شو بیرته به د روژې قضایې را وړی چې په دې سفر کې د روژې د افطار تر څنګ په لمانځه کې هم کسر را وړل شوې . خو اوس چې الوتکو او نورو ګړندیو ( موټرو) د اوږدو سفرونو دا ستونزه را کمه کړې او یوازې څو دقیقو ته یې را رسولې ده  خو بیا هم هماغه پخوانې حکم پخپل قوت په ځای پاته دې اومسلمانان کولای شې چې داسلام د سپیڅلی دین د احکامو په رڼا کې دهغه  له ښیګڼونه ګټه وا خلی

۷ ـ شیخ فانې ته د روژې خوړل روا دی او شیخ فانې هغه چاته ویل کیږې چې د عمر د لوړوالې له امله د روژې په نیولو ونه توانیږی او د هغه د روغوالې تمه هم نوره نه وی موجوده  نو کولای شی چې روژه ماته کړی او د هرې روژې په مقابل کې ۱۹۰۰ ګرامه غنم او یا ۳۸۰۰ګرامه اوربشې  ، خرما او یا ممیز د فدیې په توګه بیوزلو ته ورکړی او یا کولای شی د پورتنیو شیانو له ډلې نه د بیه مسکینانو ته ورکړی .

۸ـ مجاهد ته ددې لپاره د روژې افطار روا دی چې د دښمن په مقابل کې کمزوری نشی خو شرط یې دادی چې جګړه پای ته ورسیده د خوړل شوې روژې  قضایی به بیرته را وړی .

حیـات الله

ممکن است شما دوست داشته باشید