روزنامه هیواد

رولا غنی:لوېدیځې رسنۍ د افغانستان په اړه منفی راپورونه ورکوی

د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غنی د امریکا په یو شمېر رسنیو کې د افغانستان په اړه خپریو شویو راپورونو ته په غبرګون کې وایی، چې نړیوالې رسنۍ د افغانستان د مثبتو اړخونو پر ځای ډېر د منفی مسئلو په اړه راپورونه ورکوی. آغلې غنی چې وړمه ورځ یې په امنیتی سکتور کې د ښځو د ونډې په تړاو غونډې ته وینا کوله وویل: د یو شمېر امریکایی رسنیو د راپورونو په اساس په تېرو شاوخوا نولسو کلونو کې متحده ایالتونه په افغانستان کې ۲۰۰۰ میلیارد ډالره لګولی، خو هېڅ ګټه یې نه ده کړې. هغې د امریکا دوو معتبرو رسنیو نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ کې خپرو شویو مقالو ته په اشارې وویل: (( په افغانستان زیاتې پیسې مصرف شوې، خو دوی داسې ښیی لکه چې دې پیسو هېڅ ګټه نه ده کړې او همداشان ۲۴۰۰ امریکایی عسکر چې له منځه تللی د دوی مرګ هم هېڅ ګټه نه ده کړې.)) لومړۍ مېرمنې دغو مقالو ته په غبرګون کې ویلی: چې بهرنۍ رسنۍ په افغانستان کې له مرګ ژوبلې، جګړې او ورانیو پرته د نورو اړخونو په اړه راپورونه نه ورکوی. آغلې غنی له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې په ځانګړی ډول د امریکا او ناټو غړو هېوادونو مرستې ګټورې وبللې او وې ویل: (( موږ له امریکا او ناټو هېوادونو مننه کوو، چې دلته راغلل او له موږ سره یې مرسته وکړه، مننه کوو، چې موږ ته یې فُرصت راکړ او افغان حکومت ته یې یو ټینګ بنسټ ورکړ، اوس موږ کولی شو، چې د دغه بنسټ له لارې یو هوسا او ډېر پرمختللی هېواد جوړ کړو.)) هغې زیاته کړه، چې په افغانستان د امریکا د ۲۰۰۰ میلیارد ډالرو مصرف شویو پیسو له جملې یوازې ۱۲۱ میلیارده یې د افغانستان په امنیتی، اقتصادی او له مخدرو موادو سره د مبارزې په برخو کې لګول شوی او لویه برخه یې امریکا په خپلو عسکرو او تجهیزاتو لګولې ده.د امریکا متحدو ایالتونو، د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر په ۱۱مه په نیویارک کې د نړیوال سوداګریز مرکز پر ودانیو د القاعدې شبکې له بریدونو وروسته، د دغې شبکې د ځپلو لپاره افغانستان راغلل.له تېرو شاوخوا ۱۹ کلونو راهیسې امریکا په افغانستان کې ځواکونه لری او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې له افغان حکومت سره مرسته کوی. په افغانستان کې روانه جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل شوې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید