روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

روغتیاپال وتوانېدل چې  د زکام ویروس له پښو وغورځوی

ساینس پوهان ګومان کوی ،چې له زکام ویروس او اړوندو ویروسونو څخه د خلاصون لپاره یې لاره موندلې، چې ځینې وختونه د معلولیت لامل کېږی .له دې ویروسونو سره د مقابلې لپاره څېړونکو په ژونکه (حجره) کې یو اړین پروټین د حملې لپاره ورننه ایست ،چې ویروس په هغه کې وده کوله.دې مېتود د موږکانو او انسانی حجرو په تجربو کې د ویروس پر وړاندې (( بشپړ محافظت )) چمتو کړى.په ورته وخت کې په امریکا کې څېړونکی چمتو نه دی، چې نېغ په نېغه دا ازمایښت پر انسان تر سره کړی.

د زکام ستونزې:  په روغتیا پوهنه کې له زکام سره مبارزه ستره ستونزه ده، ډېر زکامونه د
(( راینو ویروسونو)) له امله وو؛ خو دا ۱۶۰ بېلابېل ډولونه لری او ورو حرکت کوی ، خو د درملو په کارولو سره مقاومت کوی او یا هم هڅه کوی ځان له دې سیستم سره خوندی وساتی.دا شرایط د (( کوربه هدف ګرځونې درملنې )) د مفکورې لامل شوی چې زموږ بدن د زکام د ویروسونو لپاره په نا مناسب چاپېریال بدل کړی.ویروس په خپله د ودې لپاره ټولې لازمې برخې نه لری او په مقابل کې یې د یوې حجرې په ککړولو او د ځینو داخلی برخو په غلا کولو سره ډېرېږی، نو د دې لپاره پوهان لا هم نه پوهیږی ، چې ویروسونه ژوندی دی.د ۱۹۸۱ کال وژونکى زکام اوس هم وژونکى دى؟  اوس په سان فرانسیسکو کې د کالیفورنیا د سټانفورډ پوهنتون یوې ډلې د دې ویروس د اړتیا وړ برخې پیدا کړی دی.

له ویروس سره تړاو: ساینس پوهانو لومړی خپله څېړنه پر انسانی حجرو پیل کړه او د ژنتیکی لارو په استفادې یې زموږ د ( ډی اېن اې) کورنۍ کړنلارې بندې کړې.ساینس پوهان بالاخره د موږکانو په واسطه وتوانېدل، چې دا پروتینونه په دوی کې نه تولیدیږی.د سټانفورډ استاد یان کارت بی بی سی ته ویلی  : (( د دې حجرې نشتوالی موږکان د ویروس له انتاناتو څخه په بشپړ ډول خوندی کړل))

د دې څېړنې پایلې چې په (( نیچر میکروبیولوژی )) کې چاپ شوی ښودل کېږی چې موږکان په خپل ژوند کې د ژنتیکی لاسوهنې او د دې پروټین پر نشتوالی سربېره په ټول عمر کې په بشپړ ډول صحتمند وو.

درملنه به یې وشی؟ د څېړونکو موخه دا نه وه چې انسان په ژنتیکی لحاظ اصلاح کړی ، خو دوی غواړی داسې درمل ومومی چې په موقتی ډول د دې پروتین تولید کم کړای شی او د دغه ویروس پر وړاندې د مصونیت لامل وګرځی.ښاغلی کارت وویل: (( موږ یو عالی هدف وټاکه چې په هغه کې ټول انترو ویروسونه او راینو ویروسونه پر هغې تکیه دی،نو په دې اړه ویروس هېڅ چانس نه لری))ده وویل: راتلونکى ګام به یې دا وی داسې یوه ماده تولید کړی، چې د دغه پروتین ژنتیکی کړنلاره خپله کړی: (( فکر کوم د دې مادې جوړښت به نسبتاً چټک وی.)) ، خو دا معلومه نه ده چې دا پروتین په دقیقه توګه د دې ویروس په ډېرولو کې څه رول لری.د ډېرو خلکو لپاره زکام یوازې روغتیایی ګواښ نه دی، بلکې یوه ستونزه ده،خو په سالنډۍ اخته کېدل یې نښې ډېرې ناوړه کوی او ځینې انټرو ویروسونه مغز ته د سرایت په صورت کې د معلولیت لامل هم ګرځی.

ممکن است شما دوست داشته باشید