د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
روسیه وایی: که د نګورنو قرهباغ پر سر د ارمنستان او آذربایجان جګړه، د ارمنستان خاورې ته ورسېږی، روسیه به ایروان ته (اړینه) مرسته برابره کړی.دغه خبره د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون په بیان کې کړې او له دواړو خواوو غوښتل شوی، چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړی.د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین نه وغوښتل ،چې د امنیتی مرستې په اړه بېړنی بحثونه پیل کړی.په بیان کې راغلی، پاشینیان پوتین ته په خپل لیک کې ویلی ،چې تاوتریخوالی د ارمنستان پولې ته نږدې شوی، په داسې حال کې چې ترکیه له آذربایجانه ملاتړ کوی.ارمنستان او آذربایجان یوه ورځ مخکې هوکړه وکړه، چې د ملکیانو د هدف ګرځولو مخه باید ونیسی او نور بېړنی ګامونه هم پورته کړی.تازه راپورونه وایی چې د داوړو لورو ترمنځ جګړه شوې ده.دغه جګړه د سپټمبر په ۲۷مه ونښته او تر اوسه دری ځله اعلام شوی اوربند هم مات شوی دی.