روزنامه هیواد

روسیه : له تور لېست د طالب مشرانو اېستل لا تر وخت مخکې خبره ده

روسیه وایی: له تور لېسته د طالب مشرانو د نومونو اېستل لا تر وخت مخکې خبره ده.د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلی ،چې د روسیې د ملی امنیت شورا منشی د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال د سولې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.په دې لیدنه کې د کوربه هېواد د امنیت شورا منشی نیکولای پاتروشیوف روسیې ته د حنیف اتمر سفر مهم وباله او زیاته یې کړه، چې روسیه په افغانستان کې د سولې بهیر او د سولې نه وروسته بیارغونې ته ځانګړی اهمیت ورکوی.په بیان کې راغلی، ښاغلی اتمر د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د پراختیا، دغه راز د سیاسی، اقتصادی او کلتوری اړیکو د نوی فصل د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.سرچینه زیاتوی: په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې افغان دولت تر شپږو زرو د ډېرو طالب بندیانو د خوشی کولو په ګډون، خپل ټول مکلفیتونه سرته رسولی.په بیان کې دغه راز د ښاغلی اتمر له قوله راغلی، له طالبانو تمه کېده چې د خپلو ژمنو سره سم به تاوتریخوالی کم کړی، د اوربند په هکله به خبرو ته کېنی، له ترهګریزو ډلو سره به اړیکې پرې کړی او د جګړې ډګر ته د خوشی شویو بندیانو بیرته ستنیدو مخه به ونیول شی، خو په خبره یې طالبانو په خپلو دې ژمنو عمل نه دی کړی.په بیان کې د روسیې د ملی امنیت شورا د منشی له قوله راغلی، تر دې دمه له تور لېست د طالب مشرانو د نومونو اېستل تر وخت مخکې کار دی او دغه راز د امارت راګرځېدل ورته د منلو نه دی.نوموړی ټینګار کړی، چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې لپاره مهمه ده او دوی د هغې سولې ملاتړ کوی ، چې د افغانانو په خوښه رامنځ ته کېږی او دلته د روانې جګړې د ختمېدو سبب ګرځی.روسیې تر دې وړاندې هم ویلی و، چې له افغان سولې سره همکار دی او د بین الافغانی خبرو او افغان جګړې د پای ته رسېدو لپاره د خبرو او کنفرانسونو کوربه توب هم کوی. ��za�z�)

ممکن است شما دوست داشته باشید