روزنامه هیواد

روسیه: له اټومی تړونه د امریکا وتل اروپا ته خطرلری

د روسیې دفاع وزیر خبردارى ورکړ، د اټومی وسلو د کنټرول له زاړه تړونه د واشنګټن وتل به اروپا ته ((خطرناکې پایلې)) ولری. سرګی شوېګو وړمه ورځ له خپل یونانی سیال سره د کتنې پر مهال وویل، اروپایی ټولنه او ناټو باید د ١٩٨٧ میلادی کال د منځ-واټنه اټومی وسلو د کنټرول له تړونه د واشنګټن د وتلو ناوړې پایلې وارزوی.دغه تړون د امریکا د پخوانی ولسمشر رونالډ رېګن او د پخوانی شوروی اتحاد د رهبر میخائیل ګورباچف ترمنځ لاسلیک شوى و. مسکو وایی، چې دغه کار به لومړى د اروپا لپاره خطر پېښ کړی.))

ممکن است شما دوست داشته باشید