روزنامه هیواد

روسیه له افغانستانه لاس نه اخلی!

د را روانې سې شنبې په ورځ مسکو د افغان سولې په پلمه د افغان حکومت او ملی حاکمیت پرضد بله غونډه جوړوی، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلی: ټاکل شوې چې د فبرورۍ په پنځمه او شپږمه د افغانستان په اړه په مسکو کې کنفرانس جوړ شی.د دغه کنفرانس تنظیموونکو په بیان کې ویلی، چې هدف یې په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو خواوو سره مرسته ده، چې اختلافونه کم کړی.وړاندې په بیان کې راغلی چې په دې غونډه کې د پاکستان او ایران استازی هم برخه اخیستلای شی.په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین ویلی، چې د دوی پلاوى به د مسکو غونډې ته ورشی.شاهین زیاته کړې، چې یو شمېر مخور افغانان به چې په حکومت کې نه دی، خو په ټولنه کې نفوذ لری، د مسکو په غونډه کې برخه واخلی. د راپورونو له مخې، حامد کرزى، ملا عبدالسلام ضعیف، حکمت خلیل کرزى او محمد محقق غواړی چې د مسکو په غونډه کې ګډون وکړی.دغې دوه ورځنۍ غونډې ته عطامحمد نور، اسماعیل خان او ځینو نورو افغان سیاستوالو ته هم د ګډون بلنه ورکړ شوې ده.دغې غونډې ته په اروپا کې مېشت یو شمېر مخکښ افغان سیاستوال هم ورغوښتل شوی دی. په رپوټ کې هڅه شوې، چې به دغې غونډه کې د سولې د عالی شورا د ګډون په اړه هم دغه شورا وپوښتی، خو بریالی شوی نه دی .۳ میاشتې مخکې هم په مسکو کې ورته غونډه جوړه شوې وه، چې د افغان حکومت رسمی پلاوی په کې ګډون نه و کړى، خو د سولې د عالی شورا یو پلاوى هغې غونډې ته ورغلى و.په هغې غونډه کې د طالبانو په خوله د روسیې، پاکستان او ایران ګډ دریځ بیان شو، پر طالب پلاوی وویل شول، چې له افغانستانه دې د امریکا په مشرۍ ځواکونه ووزی! دا هغه غوښتنه ده، چې افغانستان له بحران سره مخ کوی، په دې اړه افغان ولسمشر محمد اشرف غنی هم وضاحت وړاندې کړى او ملت ته یې ډاډ ورکړ، چې دا ځل تېر تریخ تاریخ ته په کتو سره او د حکومتونو د بې تجربګۍ تېرې کړنې بیا نه تکراروی! ملت د ولسمشر د دریځ پوخ ملاتړ کړى او ده مینوال یې لا پسې زیات کړی دی. په ورته وخت کې د روسیې غوندې د غونډې ، د طالبانو مغرضانه دریځ او د دښمنو لوریو له خواد نظام په وړاندې خوځښتونه سخت غندل شوی دی، په همداسې وخت کې د روسیې غونډه جوړېږی، دا غونډه د روسیې د ناوړه نیت بیا څرګندونه کوی، روسیه د سولې په پلمه د افغان حکومت پرضد د بل خوځښت د رامنځته کولو هڅه کوی، روسیه اوس په ښکاره د طالبانو ملاتړ کوی او د افغانستان د شمال د لاندې کولو هڅو ته یې دوام ورکړى دى. د تېرو حکومتونو ناکامې او یو شمېر مغرضې څېرې هم دې غونډې ته ور بلل شوې دی. دې غونډې ته افغانان په ښه سترګه نه ګوری او نه هم ترې کومه رغنده تمه لری، روسیه نه یوازې له افغانستان سره په پوځی، سیاسی، اقتصادی او پرمختیایی او ګڼو نورو برخو کې د سیمې او نړۍ له همکاریو سره مخالفت کوی، بلکې د افغانانو پرضد یې مخامخ جګړې ته دانګلی دی، د روسیې مداخله اوس د پنجاب تر کچې رسېدلې ده! کله چې تېره اوونۍ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پرمختګ وکړ او پاکستان په دې کې له امریکا سره معامله وکړه، نو له ځنډ پرته د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې استازى ضمیر کابلوف اسلام اباد ته لاړ او خپله اندېښنه یې پنجابی واکدارانو ته وړاندې کړه!؟ دا ځکه چې روسیه په افغانستان کې سوله نه غواړی، که څه هم په نوی یمو کلونو کې د شوروی سرې لښکرې له افغانستانه مات ور مېږونه ووتلې، خو د افغانستان ترکستان خپله خاوره بولی او د دې لویې برخې د لاندې کولو لپاره له  خپلې پالیسۍ نه تېرېږی. افغانان د روسانو دا هڅې غندی او بل ځل به یې هم دا ارمانونه له خاورو سره خاورې کړی! افغان حکومت د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوی، دا ګډون ملی خیانت دى او د سولې لپاره دې پر نورو معقولو او د امریکا په څېر په پیاوړی دریځ پانګونه وکړی!

ممکن است شما دوست داشته باشید