روزنامه هیواد

روسیه دې په دیپلوماسۍ کې شطرنج نه کوی

برېتانیې روسیې ته خبردارى ورکړى چې په دیپلوماسۍ کې دې شطرنج نه کوی.د برېتانیې د بهرنیو چارو وزیر جرمی هنټ وړمه ورځ له بی بی سی سره په مرکه کې روسیې ته دا پیغام ورکړ.جرمی هنټ دا خبرې په روسیه کې د امریکا د سمندری ځواکونو د پخوانی غړی پاول وېلان د نیول کېدو په اړه کړې .د روسیې د استخباراتو فدرالی ادارې پاول وېلان چې د برېتانیې او ایرلېنډ تابعیت هم لری، د ډېسمبر په ۳۱مه د جاسوسۍ په تور ونیو.

ممکن است شما دوست داشته باشید