روزنامه هیواد

روانې جګړې په ۶ میاشتو کې ۱۳۶۶ ملکیان وژلی او ۲۴۴۶ نور یې ټپیان کړی

ملګرو ملتونو په تازه راپور کې ویلی چې د ۲۰۱۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نږدې ۴ زره افغان ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.ملګری ملتونه وایی، د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکیانو د مړینې ۱۳۶۶ او د ټپیانو ۲۴۴۶ پېښې ورسره ثبت شوې چې ټولې ۳۸۱۲ پېښې کېږی، خو په وینا یې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۷ سلنه کموالی ښیی.راپور وایی: د سږ کال په لومړۍ ربع کې که څه هم د ۲۰۱۸ په پرتله مځکنۍ جګړې ۱۸ سلنه کمې شوې، خو بیا هم دا ډول نښتې درېـیمه برخه ملکی تلفات اړوی.دغه راز په راپور کې ویل شوی چې بمی بریدونه هم د روان کال د ۲۸ سلنه تلفاتو لامل دی او هوایی بریدونو کې بیا ۱۴ سلنه تلفات اوړی.په کابل کې د یوناما دفتر وایی: دا مهال ۵۲ سلنه ملکی تلفات مخالف وسله وال اړوی، چې ۳۸ سلنه یې پړه پر طالبانو ۱۱ سلنه یې پر داعش او ۳ سلنه یې نورو نامعلومو ډلو باندې راځی.یوناما دغه راز وایی: د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ له لومړۍ د جون تر ۳۰مې پورې ۱۹۶۸ ملکیانو ته مرګ ژوبله د دولت مخالفو وسله والو اړولې چې دې منځ کې یې ۵۳۱ وژل شوی او ۱۴۳۷ ټپیان دی.یوناما وایی، پر قومی مشرانو، دولتی کارمندانو، مذهبی مشرانو، علماوو، عبادتځایونو او فرهنګی مرکزونو د وسله والو مخالفانو قصدی بریدونو کې هم سږ کال ۳۰۶ کسان وژل شوی او ۶۷۶ ټپیان دی.یوناما دغه راز وایی، په ۲۰۱۹ کال کې تر دې دمه ۱۳۹۷ کسانو ته مرګ ژوبله د دولت پلوه ځواکونو لخوا اوښتې چې په دې منځ کې ۷۱۷ کسان مړه او ۶۸۰ ټپیان دی او دا د ۲۰۱۸ کال د همدې مودې په پرتله ۳۱ سلنه زیاتوالی ښیی.ملګری ملتونه وایی، په ۲۰۱۹ کې د ملکی مرګ ژوبلې ۱۸ سلنه پړه پر ملی امنیت، ۱۲ سلنه یې پر نړیوالو ځواکونو ده ۲ سلنه پړه یې پر نورو نامشخصو دولت پلوه ځواکونو ورځی.راپور وایی، سږ کال هوایی بریدونو کې ۳۶۳ کسان وژل شوی او ۱۵۶ ټپیان دی چې ۸۹ وژل شوی او ۶۱ ټپیان یې ماشومان دی او دا د هوایی بریدونو له کبله د تلفاتو زیاتېدو کې ۳۹ سلنه زیاتوالی ښیی.یوناما وایی، هوایی بریدونو کې د ۸۳ سلنه تلفاتو لامل بهرنی ځواکونه دی ۹ سلنه پړه یې پر افغان ځواکونو ده او ۸سلنه یې نامشخصه ده. راپور زیاتوی، د ۲۰۱۹ کال تر جون پورې سږ کال ۱۴۴ ښځې وژل شوې او ۲۸۶ ټپیانې دی خو دا په جګړه کې د ښځو د تلفاتو په تړاو د تېر ۲۰۱۸ کال په پرتله ۲۲ سلنه کموالی ښیی.راپور وایی، سږ کال ټوله جګړه کې ۳۲۷ ماشومان مړه او ۸۸۰ نور ټپیان شوی چې د سږنیو ملکی تلفاتو یوه پر درېـیمه برخه ښیی.خو ملګرو ملتونو پر ټولو ښکېلو غاړو ټینګار کړی چې د ملکی تلفاتو کچه صفر ته راښکته کړی.دغه راز یې له ښکېلو غاړو غوښتی چې د قطر د جولای د ۷مې او اتمې د بین الافغانی خبرو پرېکړه لیک ته چې د ملکی تلفاتو په راکمولو یې ټینګار کړی و، ولاړ پاتې شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید