روزنامه هیواد

روانه جګړه پردۍ ده باید ختمه یې کړو

د افغانستان د ملی امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وایی، چې په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو نه ده او د ختمولو لپاره یې باید له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه شی. د نوموړی پر وینا په دې جګړه کې یو شمېر هېوادونه او استخباراتی ادارې خپل اهداف او ګټې ګوری او تر شایې ولاړ دی.نوموړی دا خبرې په کابل کې د افغان امن نړیوال کنفرانس ګډونوالو ته په وینا کې وکړې. په دې کنفرانس کې د ګڼو افغان سیاستوالو او فرهنګیانو ترڅنګ د ډیورنډ فرضی کرښې د هاخوا سیاستوال، مدنی فعالان او فرهنګیان هم برخه لری.د ملی امنیت سلاکار وایی، چې د اوسنۍ جګړې تر ټولو ډېر زیان د دې کرښې دواړو خواو ته پرتو ولسونو ته اوړی او همدا ولسونه کولای شی لاس یو او امن ډاډمن کړی. ده ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې جنګېدونکی کسان، چې دلته هره ورځ بې ګناه خلک وژنی لکه وړمه ورځ یې، چې په زابل کې وحشت وکړ، په نورو ځایونو کې مراکز، روزنځایونه او آن لا د قوماندې مراکز لری، چې د جګړې موخه یې همغه ځای ته خدمت او غلامی ده.ښاغلی محب وویل: له دې ټولو سره سره حکومت د پخلاینې دروازه پرانیستې پریښې او همېشه دې ته تیار دی، چې د یوې با عزته سولې او ثبات لپاره خبرې وکړی. ده وویل: هر کنفرانس، چې د افغانستان د سولې له بهیر سره رښتینې مرسته کوی او د جګړې د پای لامل کېږی، افغان حکومت به یې ملاتړ وکړی.ډاکټر حمدالله محب د دغه ډول کنفرانسونو د ډېرېدو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې په ورته کنفرانسونو کې دې د امن او سولې تر څنګ، د ترهګرو د تمویل، تجهیز او د هغوی د روزنځایونو په اړه هم بحث او غور وشی او په ملاتړ کوونکو لورو دې فشار ډېر شی. ملی امنیت سلاکار وویل: د افغانستان جګړه فکری نه ده، بلکې د بهرنیو عواملو ترڅنګ مالی او جرمی بڼه هم لری او باید د عایداتی سرچینو او مخدرو موادو رول په کې له یاده ونه ایستل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید