روزنامه هیواد

رنګونه په ژوند مستقیمه اغېزه لری

رنګ یوازې د فېشن لپاره نه دی، بلکې د ژوند په هره برخه کې  ځانګړی ارزښت لری. څرنګه چې الله تعالی هر څه بېل بېل پیدا او مختلفې بڼې یې ورکړی.

رنګونه په دوو برخو وېشو: اصلی او غیر اصلی رنګونه، اصلی رنګونه هغه دی چې په طبیعت کې په خالصه بڼه موندل کېږی، درې رنګه دی: سور، زېړ او آبی، خو ناخالص رنګونه د رنګونو له یوځای کولو څخه منځ ته راځی؟ لکه : نارنجی چې د سور او زېړ له یوځایوالی منځ ته راغلی یا هم شین چې د زېړ او آبی رنګونو څخه رامنځته کېږی. د رنګونو د یوځای کولو څخه ډېر فعال او غیر فعال رنګونه رامنځته کولای شو. فعال رنګونه هغه دی ،چې نسبت نورو رنګونو ته روښانه وی چې د ګرمو رنګونو په نامه هم یادېږی، ډېره انرژی لری او په کتلو  یې خوښی رامنځته کېږی، په انسان کې هیجانی حالات رامنځ ته کوی او تر نورو زر د  پاملرنې وړګرځی لکه، سور، زېړ او نارنجی. غیرفعال یا ارامه رنګونه هغه دی چې زر پام ځانته نه را اړوی او په کتلو سره یې د انسان فکر ارامېږی یعنې زر پرېکړو نیولو ته مو نه مجبوروی لکه، آبی ، شین، بنفش (بانجانی) .څرنګه چې رنګونه بېلابېل دی په همدې توګه اثرات او ګټې یې هم توپیر لری. لکه د ځینو رنګونو  اغیزې داسې دی.سور رنګ د خوښۍ، انرژۍ او ګرمۍ نښه ده ،چې په انسان کې یو ډول هیجان حالات رامنځ ته کوی. زر ځانته پام او د سړی پاملرنه راجلبوی، معمولاً  هغه شرکتونه او فابریکې چې غواړی په مشتریانو کې هیجان حالت رامنځ ته کړی او زر یې د توکو اخیستلو ته د خلکو پاملرنه را واړوی ، ځکه دخپلو تولیداتو د پوښولو لپاره له دې رنګ څخه کار اخلی .آبی رنګ د صبر، حوصلې، وفادارۍ او صداقت رنګ دی، چې په لیدو سره یې زموږ  روح ارامېږی او موږ زر تصمیم نیولو ته نه هڅوی، بلکې فکر کولو ته موهڅوی او هغه شرکتونه چې غواړی خپل کیفیت او وفاداری خپلو مشتریانو ته څرګنده کړی؛ځکه له دې رنګ څخه ډېر په خپلو تولیداتو کې کار اخلی .  شین رنګ د طبیعت او روغتیا رنګ دی، چې په لیدلو یې موږ آرامېږو. چې زیاتره په روغتیایی شیانو یا هغو فابریکو، چې له کرنې او طبیعی درملو سره سرو کار لری یا هم غواړی  اخیستونکو ته د خپلو توکو طبیعی والی وښیی له دې رنګ څخه ډېر کار اخلی. زېړ او نارنجی رنګونه ګرم او انرژی لرونکی وی ،چې زیاتره د ماشومانو په توکو او لوازمو کې ډېر کارول کېږی، ځکه ژر پام راجلبوی.رنګ په ټولنه کې بېلابېلې ماناوې او ارزښت لری، حتا ځینې هېوادونو د خپل هېواد ځانګړتیاوې د مختلفو رنګو په واسطه په خپل بیرغ کې ښکاره کړې دی؛ مثلاً : تور رنګ په زیاترو ټولنو کې خلک نه خوښوی، سپین رنګ د پاکۍ سمبول دی، خو ښایی په ځینو ټولنو کې یې معنا فرق ولری؛سور رنګ په یو شمېر هېوادونو کې د جنګ او وینې په معنا دی؛ خو په ځینو کې د خوښۍ انرژی او واک په معنا دی؛ لکه چین او ترکیه کې چې د خپلو بیرغونو په ترکیب کې یې هم سور رنګ کارولی دی.

رنګ د شخصیت ښکارندوینه کوی، یعنې دا څرګندوی ، چې څه ډول کس یاست. معمولاً هغه کسان چې پر ځان کم باور لری یا هم روانی ستونزې لری، ساده او کمرنګه شیان خوښوی ، یعنې تور رنګ، خړ رنګ او دې ته ورته رنګونه کاروی. هغه کس چې پر ځان لوړ اعتماد لری او غواړی پاملرنه را جلب کړی، روښانه رنګونه لکه سور رنګ ډېر کاروی. هر رنګ خپل ځای او وخت لری، موږ نه شو کولای ، چې هر چېرته مو زړه وی او هره رقم رنګ مو چې خوښېږی واغوندو، باید ځای او وخت ته یې پاملرنه وکړو؛ مثلاً : موږ نه شو کولای د غم په وخت کې له روښانه رنګونو څخه کار واخلو یا هم کله چې دندې ته ځو، د ودونو کالی، چې معمولاً روښانه رنګونه لری واغوندو یا هم کله چې ودونو ته ځو یونیفورم واغوندو، یعنې باید وخت او ځای یې په پام کې ونیسو.رنګ باید د خپل جلد مطابق وټاکو. په دې معنا جلد ته باید پام وکړو، چې څه ډول یوو، که روښانه یا سپین رنګ لرو؛ نوهغه رنګونه چې له جلد سره په تضاد کې وی،وکاروو. مثلاً: آبی، بنفش او داسې نور.که د پوستکی رنګ مو بیا تیاره وی؛ نو روښانه رنګونه وکاروو.که چېرې مو رنګ ګندمی یا زېړبخونده وی هڅه مه کوئ، پوستکی ته مو نږدې رنګ وکاروئ لکه: زېړ ، خړ ، زیتونی او داسې نور.د رنګونو په ټاکلو کې غور وکړئ. رنګونه ستاسو شخصیت ټاکی او ستاسو په ژوند مستقیمه اغېزه لری. سم رنګ وټاکئ ،چې ژوند مو رنګینه او ښایسته شی. ستاسو ښایسته ژوند ستاسو ټولنه ښایسته کوی.

حسینه ((حبیبی))  د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځۍ

د پښتو څانګې د درېیم ټولګی محصله

ممکن است شما دوست داشته باشید