روزنامه هیواد

رسنۍ دې د هوا د ککړتیا د مخنیوی لپاره عامه پوهاوى ورکړی

په هغې غونډه کې چې د شنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوه، د چاپېریال ساتنې د ملی ادارې پر مسوولینو سربېره؛ د ملی راډیو تلوېزیون، د دولتی ورځپاڼو او مجلو، داطلاعاتو او فرهنګ وزارت، دعامې روغتیا وزارت او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسوولینو هم ګډون کړى و.د هوا ککړتیا لویه ننګونه ده او اړتیا لیدل کېږی چې ټولې ادارې او بنسټونه په ګډه د هغې پر وړاندې مبارزه وکړی. د دغې پدیدې د زیانونو او د مسوولینو د اقداماتو په اړه د پوهاوی ورکولو په برخه کې د رسنیو رول مهم ګڼل کېږی.په دې غونډه کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز رییس، فیروز بشری، د دولتی رسنیو له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د هوا د ککړتیا د مخنیوی او کمولو په اړه د حکومت؛ په ځانګړې توګه د چاپېریال ساتنې د ملی ادارې پیغامونه او اقدامات خپاره کړی ،چې هېوادوال، په ځانګړې توګه د کابل ښاریان په دې برخه کې د کړنو په اړه معلومات تر لاسه کړی.دغه راز په دې غونډه کې د چاپېریال ساتنې د ملی ادارې مسلکی مرستیال، عزت الله صدیقی وویل، چې دغې ادارې له مسوولو بنسټونو سره په همغږۍ کې د وروستۍ یوې اوونۍ پر مهال په کابل ښار کې د هوا د ککړتیا د مخنیوی او کمولو په اړه جدی اقدامات کړی دی.هغه وویل، چې نن سهار هم دغې ادارې د کابل ښاروالۍ او کورنیو چارو وزارت له مسوولینو سره په همغږۍ او د حمامونو د مالکانو په ګډون غونډه جوړه کړه او په دې غونډه کې د حمامونو له مسوولینو غوښتنه وشوه چې د هوا د ککړتیا د کمولو په موخه؛ د چاپېریال ساتنې د ملی ادارې توصیې او لارښوونې د ضرب الاجل نېټې تر پاى ته رسېدو مخکې رعایت کړی.د هوا ککړتیا د مخنیوی د عالی کمېسیون د وروستۍ پرېکړې پر بنسټ، غړی وزارتونه او ادارې مسوولې او مکلفې شوې، چې د ښارګوټو، لوړپوړو ودانیو او د لامبو وهلو حوضونو د ګرمولو له سیستم څخه جدی څارنه، د پغمان ارغندۍ او نورو سیمو د رېګرېشنونو اخراج او بندول، د ژمی په موسم کې د خښتو پخولو داشونو بندول او له هغو کلکه څارنه، اوبلن ګاز او برېښنا ته د دولتی ادارو، شرکتونو، موسسو، تحصیلی او ښوونیزو بنسټونو د سون د سیستم بدلون او د نفتی توکو د تنظیم ادارې لخوا په مناسبه بیه د اوبلن ګاز وړاندې کول او خرڅول؛ پکې شامل دی.جمهور رییس غنی په دې وروستیو کې دغه کمېسیون ته اړینې لارښوونې کړې چې د هوا ککړتیا د کمولو لپاره عاجل اقدمات و کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید