روزنامه هیواد

را روانې ولسمشریزې ټاکنې، د ملت او حکومت دندې

په افغانستان کې د برحاله جمهوری نظام قانونی دوره اته میاشتې پاتې ده، یعنې ولسمشر محمد اشرف غنی اته میاشتې نور د ولسمشرۍ قانونی حق لری او وروسته به له سره ولسمشریزې ټاکنې کېږی او د نوی ولسمشر په ټاکلو سره به د دغه نظام اوسنۍ دوره پاى مومی. د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلام کړى چې د جمهوری ریاست انتخابات به د ۱۳۹۸ لمریز کال د وری یا حمل میاشتې په وروستیو کې وشی. د دغه کمېسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمی ویلی چې د جمهوری ریاست د انتخاباتو مهالوېش یې تیار کړى، خو دقیقه نېټه یې نه ده اعلام کړې، خو ژمنه کوی، چې دا نېټه به هم ډېر ژر اعلام کړی او تېرو پارلمانی ټاکنو ته په پام سره به، راروانې ټاکنې په ښه مدیریت سره وکړی. د قانون له مخې تر ولسمشریزو ټاکنو شپږ میاشتې وړاندې باید د ولسمشرۍ لپاره کاندیدان غوره شی او هغوى ټاکنیزى منډې ترړې یا تبلیغاتی کمپاینونه پیلوی. ډېرې ډلې ټپلې اوس سره غونډېږی، چې ځانونه ډېر لوړ لوړ او ځواکمن ښکاره کړی، کاندیدان غوره کړی او یا یوه ډله له بلې سره ائتلافونه وکړی، خو د اساسی قانون په رڼا کې به د ولسمشرۍ لپاره پر شرایطو برابر کاندیدان ټاکل کېږی. وروسته به کاندیدان خپل کمال ښکاره کوی ، چې د ولس رایې تر لاسه کړاى شی. ډېر داسې اوازې خپروی، چې ګنې د امریکا او یا هم بهرنیانو له خوا د وخته د راتلونکې حکومتی دورې لپاره هم مشر ټاکل شوى او ټاکنې به هسې د ولس د تېرایستلو لپاره وی، خو داسې نه ده، ملت باید د دښمن په هڅو تېر نه وزی،بلکې د خپلې رایې پر مټ ولسمشر وټاکی. افغان حکومت هم په خپل وخت د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره ژمن دى، دغه راز به قانون خپله تګلاره ټاکی او په رڼا کې به یې د خوندی ټاکنو لپاره فضا رامنځته کوی. ولس هم اړ دى، چې یوځل بیا د ټاکنو په دغه ملی بهیر کې ګډون وکړی، له دې پرته د نظام د رامنځته کولو لپاره بله هېڅ کومه معقوله لار نه شته. ولس په تېر تاریخ کې کودتایی ریژیمونه او د زورواکو له خوا مستبد نظامونه لیدلی او هغې تجربې ته په کتو سره یوځل بیا نه غواړی، چې دا ملت او هېواد د دغه راز نظامونو، چې له بهره تپل کېدل، برباد او ټول ملی او هېوادنی بنسټونه له سره تر پایه ونړېږی او یا هم د دغو نظامونو له خوا د ملت او نړیوالې ټولنې په هڅو وروستۍ لاسته راوړنې پر اوبو لاهو او د تاریخی دښمن له سره جار شی! ملت له دغه راز نظامونو ناوړه خاطرې لری او هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړی، چې داسې ملی خیانت وکړی. بل دا چې افغانستان لابراتوار نه دى، چې په کې بېلابېل نظامونه تجربه کړاى شی! افغانانو په سترو سترو قربانیو اوسنى نظام رامنځته کړى او د همدغه نظام د قانونی پایښت لپاره به ولسواک بنسټونه تاند او تل پاتې ساتی. دا مسئله ځکه یادوو، چې یو شمېر ډلو ټپلو د دښمن په مرسته ملی ضد هلو ځلو ته دوام ورکړى او غواړی، چې یوځل بیا په بېلابېلو پلمو لکه په ټاکنو کې درغلی، د ټاکنو ستونزې او یا د اوسنی حکومت پر بریاوو سترګې پټې کړی او د دښمن د ګټو لپاره لنډ مهاله حکومت رامنځته کړی. خو دا ډلې به په دې هڅو کې بریالۍ نه شی. په اصل کې حکومت د را روانو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د مالی سرچینو پیدا کولو او امنیت ټینګولو مسوولیت ته اوږه ورکړې او دا دنده به په خپل وخت سر ته رسوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید