روزنامه هیواد

راپور: ټرمپ ممکن د سولې تړون لپاره په سپټمبر کې افغانستان ته راشی

پاکستانۍ ډان انګلیسی ورځپاڼې د امریکایی چارواکو له قوله خبر ورکړی، که د قطر د سولې مذاکرات بریالی شی، نو کېدای شی چې ټرمپ د سپټمبر میاشت کې کابل ته سفر وکړی او د سولې تړون نهایی کړی.

ډان ورځپاڼې لیکلی چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ په همدې تړاو دغه هېواد ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس وېلز په مشرۍ یو پلاوی سفر هم وکړی او پاکستانی چارواکو سره افغان سولې ته د رسېدو په لارو چارو او پرمختګونو خبرې وکړی.

ورځپاڼه زیاتوی، له دې سره جوخت چې امریکایان او طالبان دوحه کې سره په خبرو بوخت دی، سویلی آسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز د یو پلاوی په مشرۍ پاکستان ته سفر لری،چې له دغه هېواد سره د افغانستان د سولې پروسې او دوه اړخیزو همکاریو په تړاو ځینې خبرې سپینې کړی.

راپور وایی، الیس ویلز به پاکستانی چارواکو سره پر هغو ژمنو ټینګار وکړی چې عمران خان په خپل وروستی سفر کې امریکا ته ورکړې وې.

ممکن است شما دوست داشته باشید