روزنامه هیواد

راشد خان په ټیم کې د اختلاف، د نایب د کپتانۍاو کمزورې لوبې پوښتنو ته ځواب وایی

د افغانستان او نړۍ د کرېکټ ستورى راشد خان وایی، چې نه د خپلې لوبډلې د کیپتان ګلبدین نایب او نه د کرېکټ بورډ لپاره، بلکې د افغانستان لپاره لوبې کوی.دیکان کرونیکل ورځپاڼې وړمه ورځ (جمعه) راپور وکړ چې راشد خان دا خبره د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه، چې ایا د کیپتان د بدلېدو پر سر یې له ګلبدین نایب سره اړیکې ترینګلې شوی دی؟راشد خان او د افغانستان د کرېکټ د ملی لوبډلې یوه بل ستوری محمد نبی په وروستیو کې د اصغر ستانکزی پر ځای د ګلبدین نایب د کیپتانۍ پر پرېکړه اعتراض وکړ.وروسته له دې چې د افغانستان د کرېکټ ملی لوبډلې په روان ۲۰۱۹ نړیوال جام کې ۵ پر له پسې ماتې وکړې، د افغانستان د کرېکټ ټیم په منځ کې د اختلافاتو اوازې تودې شوی او داسې ادعا هم شوې ، چې د راشد خان او ګلبدین نایب اړیکې تبجنې دی او له همدې کبله د افغانستان د لوبډلې د سیالیو پایلې ښې نه دی.راشد خان، چې د نړۍ په لومړۍ درجه باولرانو کې شمېرل کېږی، د انګلیستان پر وړاندې په سیالۍ کې د روان جام تر ټولو کمزورې توپ اچونه وکړه.راشدخان پی ټی آی ته په ځانګړې مرکه کې ویل: (( فکر کوم له ګلبدین سره زما په اړیکو کې کومه ستونزه نشته..زه د ده هومره ملاتړ کوم لکه څرنګه چې مې د کیپتان په توګه د اصفر کاوه. که ما په میدان کې د اصغر په سلو کې ۵۰ ملاتړ کاوه د ګلبدین په سلو کې ۱۰۰ کوم.))راشد خان په ټیم کې د اخنلاف ادعا رد کړه او ویې ویل:
(( له هماغې شېبې چې له الوتکې څخه په انګلیستان کې کښته شوی یم، هېچا هم د کومې ستونزې خبره نه ده کړې. فکر کوم د اختلاف مسئلې ته رسنیو هوا ورکړې. زموږ ځینې له تېرو ۱۵ – ۱۶ کلونو راهیسې یوځای لوبه کوی. که په څه باندې یوه لسیزه کې داسې څه نه وی شوی، په یوې یا دوو ورځو کې ناببره به ولې داسې کېږی.))ده ټینګار وکړ(( زه نه د ګلبدین لپاره او نه د کرېکټ بورډ لپاره لوبه کوم، زه د خپل بیرغ اود خپل افغانستان لپاره لوبېږم. پوهېږم چې زما مسوولیت څه دی او دوام ورکوم.))ده د ګلبدین نایب د کیپتان کېدو پر اعلام د ځان او محمد نبی د ټویټونو په اړه وویل: (( موږ د افغانستان د کرېکټ د ښېګڼې لپاره ږغ پورته کړ. دا یو اصولی دریځ و؛ د چا خلاف نه و.))راشدخان زیاته کړه : (( که بل څوک هم کیپتان ټاکل شوی وای موږ به هماغه خبره کړې وه، نظر به مې نه و بدل شوی. کیپتان په سم وخت کې بدل نه شو. زه ه په شخصی بنیاد د اصغر ملاتړ نه کوم او نه زه یوازینى کس وم،  چې دا موضوع مې یاده کړه. ټوله دنیا دا خبره کوی.))راشد خان د کیپتان د بدلېدو له وخت سره د مخالفت په اړه وویل : (( موږ د نړیوال جام په شان مهمو سیالیو ته روان وو او لویو سیالیو ته تر تګ وړاندې لوی بدلون ښه نه وی.))راشدخان د انګلیستان پر وړاندې په سیالۍ کې د ۱۱۰ منډو د ورکولو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل : (( د دې سیالۍ په اړه ډېر فکر نه کوم. خلک لس ښې سیالۍ هېروی او یوه بده په یاد ساتی. خلک داسې نه کوی. په راتلونکو سیالیو کې به زما تمرکز په هماغې سیالۍ کې پر خپلو تېروتنو وی.))راشدخان د نړۍ له مهمو ټیمونو سره د سیالیو د تجربې نه لرل، د افغانستان د لوبډلې ستونزه وبلله.

ممکن است شما دوست داشته باشید