روزنامه هیواد

راشد خان په نړیواله درجه بندۍ کې بیا په لومړۍ درجه راغلى

د شل اوورېزو کرېکټ سیالیو په نړیواله درجه بندۍ کې افغان لوبغاړى راشد خان یو ځل بیا په لومړۍ درجه راغلى دى.دا درجه بندی چې له ایرلېنډ په وړاندې د افغانستان له بریاوو، وروسته د کرېکټ دنړیوالې شورا یا «ICC» له خوا اعلان شوې، په کې د لوبډلو په کچه پاکستان لومړى، هندوستان دوهم او استرالیا درېیم ځاى لری.افغانستان بیا له سرېلانکا او بنګله دېش څخه مخکې په اتم نمبر راغلى.د توپ وهنې په برخه کې بیا د اسټرالیا اروین فنچ په لومړی او له پاکستانه فخر زمان په دوهم نمبر کې راغلی دی.د افغانستان ځوان اوپنر حضرت الله ځاځى هم په لومړی ځل په دغې درجه بندۍ کې شامل شوى، په داسې حال کې چې شهزاد محمدی بیا د غوره توپ وهونکی ۱۳ مه درجه ساتلی ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید