روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

راشد خان د کرېکټ په کلنی معتبر کتاب «ویسډن» کې

د راشد خان نوم او تصویر تېرکال په لومړی ځل په (( ویسډن)) کتاب کې چاپ او راغلی وو.د کرېکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې راشد خان د ۲۰اورونو لوبې تر ټولو غوره بالر ګڼل شوى او همدا لامل دی چې بیا یې هم نوم په دغه کتاب کې خپور شوی دی..راشد خان په ۳۸ شل اوریزو نړیوالو لوبو کې ۷۵ وېکټې اخیستې دی.راشد هغه افغان لوبغاړى دى چې د آى پی ال او بګ بش په ګډون د نړۍ په ټولو معتبرو شل اوریزو نړیوالو تجارتی لیګونو کې لوبیدلی او ښه ځلېدلی دی.دا دویم ځل دی چې ویسډن د افغانستان د لوبغاړی راشد خان په اړه معلومات خپروی.ویسډن مجلې ویرات کولی ته د نړۍ د تر ټولو غوره لوبغاړی لقب ورکړی او هغه یې د خپل نسل تر ټولو ښه منډه جوړوونکی یاد کړی دی.د ویسډن کتاب له ۱۸۶۴ کال راپه دې خوا هرکال یو وار چاپېږی او دومره معتبر کتاب دی ،چې د “کرېکټ انجینل)) یې بولی، په دې مانا چې د ډېرو مهمو لوبغاړو یادونه په کې کېږی.دا کتاب په لومړی ځل د انګلنډ د کرېکټ یو پخوانی لوبغاړی جان ویسډن چاپ کړى و.

ممکن است شما دوست داشته باشید