روزنامه هیواد

راروانې ټاکنې به د نړیوالې ټولنې په ملاتړ په خپل وخت وشی

افغان حکومت د ولسواکۍ د ارزښتونو ساتنې او په تېره بیا د ولسواک نظام د تحقق لپاره انتخابات لومړنۍ او خپله تر ټولو ستر دنده بولی، د دې لپاره هم په کور د ننه ولس تیار دى ،هم حکومت او هم له حکومت سره نړیوال ملاتړ شته. ډېر به هڅې کوی، چې د دغه انتخاباتو په مخ کې خنډونه جوړ کړی، خو انتخابات د افغان حکومت یوازنۍ لار ده، چې د ولسواک نظام د پایښت لپاره یې وکړی او هر ډول خنډونه یې له مخې لرې کړی. ولس د تمې پر خلاف په پراخه کچه د ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړې او حکومت د دې لګښت لری او تر څنګ یې نړیوال ملاتړ هم شته، په دې اړه افغان ولسمشر وخت ناوخت له کورنیو بنسټونو او نړیوالو شریکانو سره خبرې کړې دی، ولسمشر غنی د تېرې پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو غونډې ته په وینا کې روښانه کړه، چې افغان حکومت انتخابات ستر لومړیتوب بولی او د قانون له مخې به هم د ولسوالیو شوراګانو او هم د ولسی جرګې په ګډون ولسمشریزې ټاکنې وکړی. د ناټو غړیو هېوادونو د ولسمشر د دغه پلان هرکلى او ملاتړ اعلام کړ.

دغه راز ولسمشر غنی د اروپایی ټولنې له رییس ډانیل ټوسک او د اروپایی ټولنې د بهرنیو اړیکو له مشرې فدریکه موګرینی سره په کتنه کې هغوى ته روښانه کړه، چې افغان حکومت د ټاکنو لپاره پوره تیارى نیول دى، هغوى هم د دې ټاکنو لپاره د هر راز مرستو ژمنه ورکړه او ټاکنې یې د افغان حکومت لپاره ستر لومړیتوب وباله. پرون د ناټو ملکی استازی کورنلیوس زیمرمن یو ځل بیا د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو په انتخاباتو کې د همکارۍ ژمنه تکرار کړه؛ هغه ووې ویل، په انتخاباتو کې ګډون ته د افغانانو لېوالتیا زیاته شوې او څه باندې ۸ مېلیونو افغانانو نوم لیکنه کړې ده. په افغانستان کې د ناټو ملکی استازی ، د انتخاباتو د ځنډولو نظر رد کړ، ویې ویل چې افغانان لېواله دی چې په انتخاباتو کې برخه واخلی. ټاکل شوې ده چې د سږ کال د تلې یا میزان میاشت په ۲۸ مه /اکتوبر۲/ د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات په یو وخت وشی. د ناټو ملکی استازی وویل، ناټو او د افغانستان حکومت په ګډه هڅه کوی چې هغه ستونزې لرې کړی چې د انتخاباتو په لاره کې شته. دا ناامنۍ دی د دې د مخنیوی لپاره به ناټو او د امریکا په مشرۍ بهرنی ځواکونه له افغان ځواکونو سره په ګډه د ټاکنو امنیت خوندی کړی او د دې لپاره ډاډ شته. د نړیوالې ټولنې ملاتړ دلته ارزښتمن دى، د هغوى هم پوځی ،مالی ،څاریز او نور ملاتړ د افغان ټاکنو لپاره مهم دى، چې له نېکه مرغه په دې اړه ژمنه شته او نړیواله ټولنه دې ته چمتو ده. په کور د ننه هم ولس نور نه غواړی، چې د ولسی جرګې اوسنۍ دوره دې بیا هم تمدید شی، بلکې ولس بدلون او خپل نوی ژمن استازی غواړی، د همدې لپاره ولس ټاکنو ته تیار دى او راتلونکى پسرلى به ولسمشریزې ټاکنې هم وشی. له ټاکنو پرته بله هېڅ معقوله او اسانه لار هم نشته، چې قدرت دې په سوله ییزه او سیاسی توګه انتقال کړی، تېره اوونۍ ولسمشر غنی د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون په مهال په بروکسل کې د همدې لپاره له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د انتخاباتو د څارنې لپاره افغانستان ته څارونکی ولېږی. د نړیوالې ټولنې هر ډول ملاتړ د ټاکنو خوندیتوب تضمینوی او افغان ولس ته ډاډ ورکوی، چې په ازاده او خوندی فضا کې ټاکنې وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید