روزنامه هیواد

د ۱۵۰۰ نویو ښاری بسونو لپاره ۲۶۴تمځایونه جوړ شوی

د ترانسپورت وزارت وایی: ژر به په پلازمېنه کابل کې یو نیم زر ملی بسونه په کار پیل وکړی.

کابل ښاروالی او ښاریان وایی، چې د دغو بسونو د فعالیت له پیلېدو سره به د موټرو ګنه ګوڼه کم شی.

د ترانسپورت وزارت وایی: هند ورسره ژمنه کړې چې د بسونو لپاره د تمځایونو له جوړېدو وروسته افغانستان ته ۱۵۰۰ بسونه ورکوی.

په همدې حال کې کابل ښاروالی وایی: د میلیونونو افغانیو په لګښت یې په پلازمېنه کې د ښاری بسونو لپاره ۲۶۴ تمځایونه جوړ کړی.د کابل ښاروالۍ ویاندې نرګس مومند حسنزۍ تاند ته ویلی، اوس مهال دوی دې ته منتظر دی ،چې کله به د ترانسپورت وزارت دغو بسونو ته د فعالیت پیلولو اجازه ورکوی: (( موږ منتظر یوو، چې د کابل ښاریانو د ستونزو د حل لپاره ۱۵۰۰ بسونو ته د فعالیت اجازه ورکول شی،چې په ښاری ترانسپورت کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شی.))د کابل ښاروالۍ ویندویه نرګس مومند همداراز وایی: په دې هیله چې په ښار کې ترافیک ګڼوګوڼه کمه شی دا تمځایونه یې جوړ کړی او اوس د ترانسپورت وزارت ته انتظار دی چې ملی بسونه په کار واچوی.ډېر خلک وایی: د دې لپاره چې عمومی ترانسپورتی وسایل نه شته، مجبوره دی ، چې له شخصی موټر څخه کار واخلی ،چې په نتیجه کې یې په ښار کې له یوې خوا هوا خرابه شوې او له بلې خوا سړکونه بند وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید