روزنامه هیواد

د یوه زورواکی قوماندان د نیولو په عملیاتو کې ۱۱ تنه ووژل شول

د زورواکو او خپلسرو ملېشه قوماندانانو د تصفیې په لړ کې د یوه بل قوماندان د نیولو لپاره په عملیاتو کې ۱۱ تنه ووژل شول. راپورونه وایی چې د علی پور په نوم یو زورواک قوماندان، چې په قوماندان شمشېر مشهور و او د ډېرو بې ګناه خلکو د وینو په تویولو تورن دى، د تلې په ۱۴ مه سهار وختی د غور ولایت د لعل و سرجنګل ولسوالۍ په اسداباد کلی کې ونیول شو.

علی پور د امنیتی ځواکونو په وړاندې مقاومت وکړ چې په نتیحه کې یې ۱۱ تنه ووژل شول.د غور د والی ویندوى عبدالحی خطیبی وایی، علی پور پر دې سربېره چې د هېواد په مرکزی سیمو کې د ناامنۍ مسوول و، په وروستیو کې یې د غور- کابل پر لاره ناامنۍ رامنځته کړې وې.د غور د والی ویندوى همداراز وایی چې دغه خپلسرى قوماندان قومی اختلافاتو ته لمن وهله او په افغانستان کې یې د قومونو د یووالی خلاف کارونه کول.خطیبی زیاتوی چې قوماندان علی پور د خلکو په تښتونو او د سپرلیو په ځورولو هم ملامت و.له دې پېښې وروسته په بامیان کې د علی پور یو شمېر پلویانو مظاهره وکړه او د هغه د خلاصون غوښتنه یې وکړه. مظاهره چیانو ادعا لرله چې د بامیان امنیه قوماندان هم د علی پور د نیولو لپاره لعل وسرجنګل ولایت ته تللى و.

دوى وایی چې علی پور د یوې مېلمستیا لپاره د غور لعل و سرجنګل ولسوالۍ ته تللى و.د علی پور پلویان وایی چې نوموړى د ولسی پاڅونوالو قوماندان و او په بهسود ولسوالۍ کې یې د کوچیانو مخه نیولې وه.د غور د والی ویندوى عبدالحى خطیبی وایی چې د علی پور د نیولو امر له مرکز کابله شوى و.د خطیبی په وینا د شنبې په ورځ سهار ۳ بجې امنیتی ځواکونه د علی پور د نیولو لپاره د لعل و سرجنګل ولسوالۍ اسداباد کلی ته واستول شول خو هلته د علی پور د وسله والو کسانو له مقاومت سره مخامخ شول.

د غور د والی ویندوى وایی چې د جګړې په نتیجه کې ۷ ملکیان او څلور پولیس وژل شوی دی.

خطیبی وایی چې ممکن د علی پور کسان هم وژل شوی وی.

خو د اجرایه رییس دوهم مرستیال محمد محقق، د علی پور پر نیول کېدو توند غبرګون وښود، ویې ویل چې د حکومت دا ناڅاپی اقدام د توجیه وړ نه دى.

محقق دغه راز د خپل دغه قوماندان نیونه پر «هزاره جات لشکر کشی» او د مرکزی سیمو د خلکو د تحقیر او ځپلو لپاره اقدام او د حکومت د «تنګ نظرو» چارواکو له لوری قومی تبعیض بللى دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید