روزنامه هیواد

د یونان په پلازمېنه کې مشهور ځایی خبریال وژل شوی

د یونان په مرکز اتنز کې د اپرېل پر نهمه یو پېژندل شوی ځایی خبریال پر ډزو ووژل شو.په یونان غوندې یو هیواد کې چې د اروپایی ټولنې غړیتوب لری، دا د خپل نوعیت یوه نااشنا پېښه ده.یارغوش کارای واز چې د جنایی پېښو (یا کرایم رېپورټېنګ) یې کاوه د سټار په نوم تلویزون سره یې کارکولو او یو خبری بلاګ یې هم چلاوه.پولیس او ځایی رسنۍ وایی چې پرون ( د اپرېل پر نهمه) پر موټر سایکل سپرو دوو کسانو په دغه خبریال په الېموس سیسمه کې د هغه د کور مخې ته ډزې وکړې او ویې واژه.تر اوسه دا خبره نه ده سپینه شوې چې د دغه یونانی خبریال د وژنې محرکات څه وو؟د یونان د حکومت ویاندې ارېسټو ټلیا پیلونی په یو بیان کې ویلی، د وژنې دې پېښې هغوی ټول لړزولی دی. هغې ویلی د پېښې پلټنه روانه ده او وژونکی به زر ونیول شی.د اروپایی ټولنې کمېشنرې اورسولا وان ډر لیین هم دا پېښه غندلې او ویلی یې دی چې اروپا د بیان د ازادۍ طرفداره ده او د هغوی لپاره د بیان ازادی تر ټولو مقدسه ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید