روزنامه هیواد

د یمن حوثی یاغیانو د سعودی پر (خمیس مشیط ) پوځی اډې برید کړی

د یمن حوثی یاغیانو، چې ایران یې ملاتړ کوی، د سعودی عربستان په جنوب کې پر خمیس مشیط پوځی اډې د بې پېلوټه الوتکې په واسطه حمله کړې ده.دا خبره د حوثی یاغیانو ویاند پرون په ټوېټر کې کړې او ادعا لری ،چې حمله بریالۍ وه، خو د سعودی عربستان په مشرۍ پوځی ائتلاف وایی: د دې الوتکې مخه یې نیولې او وېشتلې یې ده.تردې څو ساعته مخکې د یمن چارواکو ویلی وو، چې د دولت تر ولکې لاندې مارب ښار کې د حوثی یاغیانو له خوا په ېشتل شوی بالستیک توغندی لږ تر لږه ۱۷ کسان وژلی او ۵ نور ټپیان کړی دی.توغندی د مارب ښار په روضه سیمه کې د تېلو یو ټانک په نښه کړی و.د یمن د اطلاعاتو وزیر، معمر الإریانی ویلی په دې حمله کې مړه او ټپیان ملکیان دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید