روزنامه هیواد

د ګړمکاچ په پروژه کې ګڼ شمېرخلکو ته د کار زمینه برابره شوې

د لغمان د الینګار ولسوالۍ د ګړمکاچ د  استنادی دېوال په پروژه کې درې سوه دوو تنو اوزګارو کسانو ته د کار زمینه  برابره شوې ده.

دغه پروژه د (WFP) موسسې له لوری د څه د پاسه یو  مېلیون افغانیو په لګښت سره جوړېږی چې په  درېیو میاشتو کې به ګټې  اخیستنې ته وسپارل  شی.د لغمان د والی ویاند سرحدی ځواک وایی: د ګړمکاچ د پروژې په  بشپړېدو سره  به دسیمې په  لسګونه جرېبه کرنیزې مځکې او د استوګنې کورونه د موسمی سېلاونو له ګواښه وژغول شی. باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید