روزنامه هیواد

د ګوندونو او ډلو ټپلو غوښتنې د څه لپاره!؟

په افغانستان کې هغه ډلې او ګوندونه ،چې په جګړه او کړکېچ کې یې ګټې دی، په ښکاره توګه د نظام دراپرځولو لپاره لاریونونه کوی او د واکمن نظام د چپه کولو لپاره یې غږ پورته کړى دى. دغه ډلې نه د ملت استازولی کولى شی، نه د ملت له خوا ټاکل شوی او نه هم ملت پرې باور لری! بس دوى هڅه کوی، چې یوه نه یوه پلمه جوړه کړی او په افغانستان کې لومړى د واک تشه رامنځته کړی، بیا بحران ته لمن ووهی او اتلس کلنې ټولې لاسته راوړنې پر اوبو لاهو کړی او دا ملت او هېواد دښمن ته حواله کړی. د غو ډلو او ګوندونو له خوا د ولسمشرۍ لپاره کاندیدان د دې پر ځاى،چې له ملت سره په تماس کې شی او په یوه نه یوه توګه ټاکنیز کمپاینونه وکړی، ولس ته د خپلې ښې راتلونکې لپاره پلانونه وړاندې کړی، چې رایې ورکولو ته یې راضی کړی، خو هغوى د ملت د ارادې پر خلاف د نظام د چپه کولو لپاره غږ پورته کړى دى. موږ یوځل بیا ولیدل، چې د ولسمشرۍ لپاره دغه کاندیدان را ټول شوی وو او د ولسمشر غنی د لرې کېدو غوښتنه یې کوله، دوى ویل، چې ګنې د جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې  وروسته د واک لېږد یې ستره غوښتنه ده ، په‌دې اړه د ولسمشرۍ د کاندیدانو شورا یوه اعلامیه خپره کړې ده. دوى وایی، چې د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د ولسمشر کارغیرقانونی  دی او باید (( سرپرست حکومت )) جوړ شی. (( سرپرست حکومت )) هغه حکومت دى، چې د دښمن غوښتنه ده او له روژې مخکې د سولې لپاره په ملی مشورتی لویه جرګه کې د ملت استازو دغه راز حکومت په یوه غږ وغانده او په سختو ټکو یې محکوم کړ، دې ته په کتو سره دغه کاندیدان ،چې نه د ملت د قانع کولو لپاره کومه تګلاره لری او نه هم د هېواد د راتلونکې لپاره کومه معقوله طرحه، د ملت د ارادې پر خلاف د هغه (( مؤقت حکومت )) د را منځته کولو غوښتنه کوی، چې په بار بار ملت ورسره مخالفت ښکاره کړى او دا د افغانستان د بربادۍ لپاره د دښمن لویه طرحه ده! دغو معترضو کاندیدانو د افغانستان له راتلونکې په بې پروایۍ سره ویلی: (( که ولسمشرمحمد اشرف غنی له خپلې کاندیداتورۍ تېرېږی، نو کولای شی د بل ولسمشر تر ټاکلو پورې (( سرپرست )) وټاکل شی، خو که ولسمشر کاندید وی نو په‌کار ده چې واک یې ختم شی.!؟ )) د دوى دا وړاندیز هېڅ کوم معقول دلایل نلری، بلکې ملت یې غندی او پرې ملنډې وهی. دا منو، چې د اساسی قانون له مخې د ولسمشرد واک موده په پنځم کال د جوزا په لومړۍ نېټه له انتخاباتو وروسته پوره کېږی، خو تراوسه کله ټاکنې شوې او د ټاکنو د ځنډېدو په صورت کې به هغه هرو مرو په واک کې پاتې وی، داسې لکه چې په تېر ځل ولسمشر حامد کرزى تر میزان میاشتې پورې په واک کې پاتې شو، هغه مهال نه کومه نیوکه وه او نه هم کوم حرکت مالومېده، چې حامد کرزى ملامت کړی، چې ولې یې د جوزا له لومړۍ د میزان تر اوومې پورې په ناقانونه توګه واک وچلاوه! اوس ،چې انتخابات د موجه دلیل له مخې ځنډېدلی  او ملت هم تر ټاکنو پورې د اوسنی نظام دوام د ملت او هېواد په خیر بولی، نو دا کاندیدان بیا د څه لپاره را پورته شوی ،په خولو کې یې ګوتې اچولی او په تشو اوپوچو  نارو سورو هڅې کوی، چې په ملت کې اندېښنې را پورته کړی!؟ په اصل کې د قانون په اساس د ولسمشر د واک موده د جوزا په لومړۍ نېټه پای ته رسېږی، خو د ولسمشرۍ د کاندیدانو د نوې طرحې له مخې د سرپرست حکومت رامنځته کول هم له قانون څخه یوه بله سرغړونه ده ملت او سیاسی شنونکی د پېغور په توګه دغو مخالفانو ته وایی، چې کومو سیاسی ګوندونو چې دغه غوښتنه کړې، ایا دغو ګوندونو یو یې هم خپل قانونی شرایط پوره کړی او یا هم د ټولو افغانانو ترمنځ ځای لری او د ټول ملت استازیتوب کولای شی؟ ځواب جوت دى، چې نه، ګوندونه لومړى باید د ملت په اراده او د اصلاحاتو لپاره رامنځته شی، بل دا چې ګوندونه باید د اپوزېسیون رول ولری، نه د تخریبی حیثیت، ګوندونه باید له سالمو نیوکو سره جوخت د اصلاح او د کړکېچ د حل طرحې او وړاندیزونه ولری او حکومت ته یې وړاندې کړی او بیا یې جدی څارنه هم وکړی! خو دا د ګوندونو تګلاره نه ده، له بده مرغه، چې نه ده!!! د ملت غوښتنه دا ده، چې ولسمشر دې د ټاکنو تر پایلو پورې په واک کې پاتې شی، مؤقت حکومت هېواد کړکېچ ته بیایی او ملت هغه بدنام کسان نه غواړی، چې یوځل بیا په ناقانونه توګه د واک پر ګدۍ کېنی او د ملت هست اوبود هرڅه د یو څو شریکانو ترمنځ ووېشی، بیا یې پر هغوى څه ،چې دا ملت او هېواد پر کومه خوا درومی!

تمیم

ممکن است شما دوست داشته باشید