روزنامه هیواد

د ګوزڼ  د مخنیوی لارې چارې

ګوزڼ داسې ناروغی ده ،چې نه یوازې د بدن کومه برخه بې حسه کوی، بلکې د مړینې لامل هم کېږی، تر ټولو بده یې داده چې د هر عمر کس ته یې د لګیدو خطر وی.

ګوزڼ هغه مهال رامنځته کېږی چې دماغو ته په وینې ورکونکو رګونو کې وینه یا اکسیجن جام (ischemic stroke) او یا هم وشلېږی چې (brain hemorrhage) ورته ویل کېږی.

د ګوزڼ له نښو څخه د سر سخت درد، سر ګرځېدل، د نظر خړیدل، په خبرو کې ستونزې، په تلو تلو کې غورځېدل، مرۍ کې درد او داسې نورې نښې دی، چې د پېښیدو پرمهال ژر تر ژره ډاکټر ته رجوع کول په کار دی، ولو که وروسته دغه عامه ناروغی هم ثابته شی، خو هر مهال یې معاینه اړینه ده.

تاسو کولای شئ په ورځنی ژوند کې ځینې داسې کارونه و کړئ، چې د فالج د خطرې مخنیوی پرې کولای شئ!

رومیان خوړل: د لایکوپین په نامه اکسایډ ضد په رومیانو کې موندل کېږی، د څېړنو له مخې، د چاپه وینه کې چې دغه ماده زیاته موندل کېږی په دوی کې د فالج هر ډول ۵۵سلنه  او په رګونو کې د وینې جمع کېدو ګواښ ۵۹سلنه کمېږی، د دې اکسایډ ضد مادې زیاته کچه په رومیانو کې موندل کېږی، خو هندواڼه او امرود هم مرسته کولای شی.

د خولو تویول: سپورت په عام ډول د فالج ګواښ په لوړه کچه کموی، د نوې څېړنې له مخې سپورت، منډه وهل او یا پر سایکل ګرځېدل له کوم سره، چې له بدن نه خوله وځی د فالج خطره کموی، همدا ډول په خپل ژوند کې له سګرېټو څکولو ځان ساتل، سپورت، وزن نورمال ساتل او له الکولو لرې والی مو بدن کې د فالج ګواښ ۸۰سلنه کمولی شی.

د مالګې کم استعمال: پوهان هره ورځ د نیمې کاشوغې مالګې استعمال سپارښتنه کوی ، خو اکثره خلک مالګه ډېره استعمالوی، چې د وینې فشار لوړوی  او د فالج ګواښ زیاتولو لامل کېږی، څوک چې په خپلو خوړو کې د مالګې استعمال ډېر وی د کوزڼ رامنځته کېدو ګواښ یې دوه چنده کېږی.

وزن کمول: چاغوالی د یو شمېر ناروغیو جرړه ده، ځکه چې له دې څخه شکر او د وینې فشار ناروغی رامنځته کېږی او همدغه دواړه ناروغۍ د فالج رامنځته کېدو اصلی لاملونه دی، لږ تر لږه په خپل وخت په بدن کې ۴ کیلو وزن کمول هم تر ډیره د فالج ګواښ کموی.

کولیسترول کنترول ساتل: کولیسترول یا غوړ چې بدن کې زیات شی په رګونو کې د وینې د جام کېدو امکان زیاتېږی، دا د وینې جریان محدودوی او د فالج رامنځته کېدو لامل ګرځی، باید هغه خواړه  ونه خوړل شی ،چې د کولیسترولو کچه یې لوړه وی.

د زړه درزا: د زړه درزا کې ګډوډی د فالج ګواښ ۵سلنه زیاتوی، که چیرې ستاسې د زړه درزا ډېره زیاته وی او یا هم د ګډوډۍ ښکار وی ، نو ډاکټر ته رجوع وکړئ ، تر څو یې لامل په ډاګه شی.

د ورځې یوه مڼه خوړل: د څېړنو له مخې، څوک چې هره ورځ تر ۱۷۱ ګرامو سپین ډوله میوې خوری په دوی کې د فالج ګواښ ۵۲سلنه کمېږی، مڼه، ناک، کیله، بادرنګ، هوږه او پیاز په دې ستونزه کې مرسته کولای شی.

فشار: که څوک د وینې فشار ستونزه لری باید هره ورځ فشار معاینه کړی، د څېړنو له مخې د فشار ناروغ لپاره په فشار کې معمولی زیاتوالی هم د فالج ګواښ له ۵۵سلنې څخه تر ۷۹سلنې لوړوی، د وینې فشار کنترولولو لپاره د ورځنېو خوړو خیال  باید وساتل شی او د سګرېټو څکولو عادت پرېښودل شی.

اندېښنې او ذهنی خپګان : د فالج یو له سترو لاملونو څخه زیاتې اندېښنې یا ذهنی خپګان ((ډپریشن)) کول دی، له یوې تازه څېړنې سره سم په خپګان اخته کسانو کې د فالج ګواښ ۴۵سلنه وی او د مړینې ګواښ یې تر ۵۵سلنه لوړیږی، ځینې مهال انسان د مایوسۍ یا زیات خپګان پرمهال سګرېټ څکوی، ناسم خواړه کوی او سپورت پریږدی، چې دا پر دماغو بوج راولی او په پایله کې انسان د فالج ښکار کوی.

ناپاک غاښونه : بېلا بېلو څېړنو د ناپاکو غاښونو او د وینې د رګونو ترمنځ اړیکه موندلې، پوهان وایی ،چې د غاښونو او ورۍ ناپاکی بدن کې د باکتریاوو شمېر زیاتوی کوم، چې د وینې په رګونو حمله کوی او د وینې د  جریان لپاره ستونزې پیدا کوی، د فالج مخنیوی لپاره دا هم اړینه ده، چې هره ورځ مو غاښونه پاک کړئ!

همدا ډول سګرېټ څکول په هر عمر کې انسان د فالج له ګواښ سره مخ کوی، د ډاکټر له مشورې پرته درمل استعمالول او ګډوډ خوراکونه کول هم د یادې ستونزې لامل کېږی، په پورته لارو عمل کول مو تر ډېره له یادې ستونزې څخه ژغوری.

 ډاکترنوېد

ممکن است شما دوست داشته باشید