روزنامه هیواد

د ګندمک معاهدې لاسلیک بیا نه تکرارېږی

پوره ۱۱۰ کاله وړاندې برېتانیا د وخت له امیر سره هوکړه لاسلیک کړه چې نوم یې ګندمک و او د دې هوکړې له مخې برېتانیا او افغان دښمنو هېوادونو ګټه وکړه او افغانانو تاوان وکړ.

دا معاهده په هر اړخیز ډول د افغانستان په تاوان وه او برېتانیا په ډېر هنر او فریب سره دا معاهده پر افغان امیر لاسلیک کړه اوله دې معاهدې وړاندې یې داسې تبلېغات وکړل، چې که لاسلیک نه شی، افغانستان به له ډېر بد وضعیت سره مخ شی.

همغه ډول وضعیت اوس یو ځل بیا راغلی، خو دا ځل لوبغاړی بدل دی، امریکا او طالبانو یوه معاهده برابره کړې ،چې لاسلیک یې کړی او بیا د خپلو پوځیانو د وتلو لپاره کار کوی، چې افغانستان یو بل هېواد ته وسپاری او امریکا پښې سپکې کړی، خو له نېکه مرغه افغانستان اوس  هغه افغانستان نه دی، اوس یې د خلکو فکری انکشاف پراخ شوی او په هر څه او هره لوبه باندې د افغانانو سره خلاصیږی او هېڅکله به اجازه ور نه کړی چې داسې هوکړه لاسلیک کړی ، چې جمهوری نظام او جوړ شوی بنسټونه یو ځل بیا له منځه لاړ شی.

د ګندمک تړون مادې داسې وې:

۱۸۷۹ م کال

لومړۍ ماده: د دې تړون د لاسلیک له ورځې به د دواړو هېوادونو ترمنځ تلپاتې سوله او دوستی ټینګېږی.

دویمه ماده: د دې لپاره چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستې رامنځ ته شی او انګرېزی پوځونه په ډاډه زړه د افغانستان له خاورې ووځی؛ نو د سیالکوټ ولایت او د فوشنج سیمه د کوږک تر غره پورې، د کرُمې سیمې د ځاځیو تر پولې پورې او هفت‌چاه او لنډی کوتل دې انګلیسانو ته پرېښودل شی، خو د درېیو سیمو (کرم، پشین، سیبۍ) ورکول به په دایمی او قطعی ډول نه وی، دا سیمې به د هغو سیمو په نامه (چې امانت سپارل شوی دی) ونوموو چې بېرته به بیا وسپارل شی او د یادو سیمو مالیه به د اداری لګښتونو له ورکړې وروسته افغانستان ته ورکول کېږی، خو ملاتړ او اداره یې یوازې په برېتانیې پورې اړه لری، سربېره پر دې د برېتانیې دولت د خیبر لېږد لارې درې انتظام چې د جلال آباد او پېښور ترمنځ پرته ده د دغو سیمو له آزادو قبایلو سره دوستانه اړیکې ولری .

درېیمه ماده: د دې لپاره چې د افغانستان امیر وکولاى شی خپل ځواک وساتی او هم پورتنى شرطونه په رښتینی توګه ترسره کړی، د برېتانیې دولت ژمنه کوی ، چې هغه او د هغه ځایناستو ته به د هېواد د اصلاح لپاره د کال شپږ لکه کلدارې ورکوی.

څلورمه ماده: امیر به له انګلیستان سره سوداګریزې اړیکې ټینګوی او د هېوادونو تر منځ به سړکونه پرانیزی، چې دواړه هېوادونه سره په آزاده توګه سوداګریزه راکړه ورکړه وکړی او هم دواړه هېوادونه ژمنه کوی ، چې دغه لارې له خطر نه وژغوری. دغه سوداګریز تړون به د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوه کال لپاره د ترسره کېدو وړ وی او د هېوادونو تر منځ به آزاد وی.

پنځمه ماده: له کورمې څخه تر کابله د تلګراف مزیو د غځولو لګښتونه به د انګرېز دولت پر غاړه وی او د هغو ساتنه په امیر پوره اړه لری.

شپږمه ماده: د افغانستان امیر له خپلې خوا او د نورو سردارانو له خوا ژمنه کوی، چې له انګرېزی استازواو نورو وګړو سره ، چې د سوداګرۍ لپاره افغانستان ته راځی، ښه او غوره چلند وکړی او د هغو په شخصی چارو کې لاسوهنه ونه‌کړی.

اوومه ماده: د دې لپاره چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې لا ټینګې شی او د افغانستان سرحدونه او پولې د پردیو له تېریو خوندی پاتې شی د انګرېز دولت لازمه ګڼی ، چې د خپل هېواد دایمی استازی افغانستان ته واستوی، دغه استازی به د خپلې رتبې سره سم یو ډلګی سرتېری هم له ځانه سره ولری او هم د برېتانیې هېواد حق لری، چې د اړتیا په وخت کې خپل ځانګړی استازی له ځانګړو پلاوو سره افغانی پولو ته واستوی، د دې پر وړاندې د افغانستان امیر حق لری خپل استازی د هند د وایسراى دربار یا نورو هندی چارواکو ته واستوی.

اتمه ماده: د افغانستان امیر د انګرېزانو د استازو د ساتنې لپاره او له دې کبله چې له هغو سره ښه چلند وشی، ځان مسوول بولی او د برېتانیې له دولت سره ژمنه کوی ، چې هېڅ وخت به د برېتانیې په کورنیو چاروکې لاسوهنه ونه کړی او د هغو د استازو درناوی به ساتی.

نهمه ماده: د دې تړون له لاسلیک وروسته به د افغانستان امیر د خپلو وګړو هغه ډله چې د جګړې په وخت کې د انګرېز له دولت سره یې اړیکې او د لیکونو راکړه ورکړه درلوده د رسمی فرمان له مخې بښل کېږی.

لسمه ماده: انګرېزان به افغانستان تخلیه کوی او په راتلونکې کې به د افغانانو له غوښتنې پرته د دښمن د دفعې لپاره افغانستان ته نه داخلېږی.

یوولسمه ماده: د افغانستان امیر مجبور دى چې وروسته له دې به له نورو هېوادونو سره خپلې چارې له انګلستان سره د خبرو پر بنسټ او د هغوی په غوښتنه ترسره کوی، د افغانستان امیر حق نه لری له نورو هېوادونو سره مخامخ اړیکې ټینګې کړی او د انګرېزانو د دولت له سلا او مشورې پرته له کوم بل هېواد سره د جګړې اعلام وکړی، د دې شرط پر وړاندې د برېتانیې دولت حاضر دى، دنوموړی امیر د پردیو د تېریو پر وړاندې د پیسو، وسلو او سرتېرو په وسیله او په هر ډول چې د برېتانیا دولت وغواړی ننګه وکړی او هر وخت چې مناسبه وګڼی مرسته ورسره وکړی، که د برېتانیې سرتېری د کومې اړتیا په وخت کې د امنیت دټینګښت او د بهرنی دفاع په موخه د افغانستان خاورې ته ورننوځی، د سولې او امنیت له ټینګښت وروسته به سملاسی خپل هېواد ته بېرته ستنېږی.

سیدعبدالله پاچا

ممکن است شما دوست داشته باشید