روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ګلابو کاروباری، نړۍ ته د جلال آباد خوشبو رسوی

ىو افغان پانګه وال د عطرو له پلوه د هېواد د خودکفاىۍ په هڅه جلال اباد کې د ګلابو عطر تولىدوی چې دا عطر په کاناډا، جرمنی او فرانسه کې خاص بازار لری. دغه افغان سوداګر واىی، که څه هم حکومت ىې ملا نه ده تړلې خو دوى خپل باکىفىته ترىن د عطرو تولىدات د نړۍ مشهورو بازارونو ته رسوی او ښه مىنه وال ىې ورته پىدا کړی دی.

د اورځلا د ګلابو جلال  ابادی عطر دا مهال په نړۍ کې خاص شهرت نه برخمن دی او د ترکىې، بلغارىا او مراکش عطرو ته ىې ماتې ورکړېـده.

د اورځلا د عطرىاتو شرکت مشر عبدالله ارسلا تاند خبری وېپاڼې ته واىی، د ګلابو او نارنجو ګلانو بېلابېلو ډولونو د کرلو او پاللو لپاره بزګرانو ته فنی او مسلکی روزنه ورکړې ده.

د ارسلا په خبره نه ىوازې عطرىات، بلکې ګڼ نور وطنی تولىدات هم لری چې په هېواد دننه هم ښه بازار لری، د ده په خبره کرنې وزارت ىا حکومت ىې تر اوسه په معنوی او مادی برخه کې هېڅ لاسنىوى نه دى کړى.

ارسلا واىی، د ګلابو د ګلانو کاروبار سره ىې نه ىوازې فابرىکه کې لسګونه خلکو ته کار پىدا کړى، بلکې ګڼو کروندګرو ىې هم له برکته د حرامو کښتونو پر ځاى سلګونه جرېبه مځکه باندې د ګلابو کرلو ته مخه کړې ده.

هغه ورځې چې کلىوالی سىمو کې د اورځلا شرکت لپاره د ګلابو پاڼې راټولېږی، د خواږه وږم بېلې شېبې وی، چې د اروپا د هواګانو مستولو لپاره ننګرهار سره مخه ښه کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید