روزنامه هیواد

د ګاونډیو هېوادونو او سیمې امنیت په نېشه یی توکو پورې تړلی دى

د ملی امنیت سلاکار حمدالله محب د سیمې ثبات په نېشه یی توکو پورې تړلی ګڼی او وړاندیز کوی،  چې باید ګاونډیان او د سیمې هېوادونه له افغان دولت سره په ګډه د نېشه یی توکو پر ضد مبارزه وکړی.

د اوفا (UfA) لسم کنفرانس چې د روسیې په اوفا ښار کې د سیمې د هېوادونو د ملی امنیت دسلاکارانو په ګډون جوړ شوی و، په کې د نورو امنیتی مسایلو ترڅنګ د سیمې د هېوادونو په کچه په نا امنۍ کې د نېشه یی موادو ونډه هم وڅېړل شوه.د افغان حکومت د ملی امنیت سلاکار حمدالله محب په دې کنفرانس کې له نېشه یی موادو سره د مبارزې په برخه کې د افغان امنیتی ځواکونو مبارزه او سرښندنې وستایلې او د نېشه یی موادو کښت، تولید او قاچاق یې د نړۍ امنیت ته یو ستر ګواښ او د ترهګرو ډلو مالی سرچینې وبللې.د افغانستان د ملی امنیت شورا ویاند طارق آرین آزادۍ راډیو ته ویلی: ښاغلی محب په سیمه کې د نېشه یی موادو له کښت، تولید او دهیروئینو په جوړولو کې د کېمیاوی موادو د قاچاق په برخه کې پر صادقانه مبارزې ټینګار وکړ.دی وایی: د افغانستان د ملی امنیت سلاکار د افغانستان او سیمې د حالاتو په اړه د خبرو ترڅنګ د نېشه یی موادو قاچاق د ترهګرو ډلو مالی سرچینه وبلله او ترهګر او د نېشه یی موادو قاچاق کوونکی یې د یوې سکې دوه مخونه وګڼل، ده زیاته کړه چې ترهګر د نېشه یی موادو له امله په کال کې په میلیونونو ډالره تر لاسه کوی چې باید ټول هېوادونه یې په ګډه مخه ونیسی.له دې وړاندې روسی چارواکو هم څو ځله په افغانستان کې د نېشه یی موادو د کښت او تولید د ډېروالی په اړه اندېښنه ښودلې وه، خو د افغان حکومت د ملی امنیت مشاور دې اندېښنو ته په ځواب کې له ګاونډیو هېوادونو څخه وغوښتل، چې د نېشه یی موادو د تولید په مخنیوی کې باید افغانستان ته د کېمیاوی موادو صادرات بند کړای شی.دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو ادارې یا (UNAMA) د چهارشنبې په ورځ امنیت شورا ته په وړاندې شوی راپور کې ویلی ، چې افغان ځواکونو په تېرو درېیو میاشتو کې د ګاونډیو هېوادونو له خوا افغانستان ته د زرو لیټرو کېمیاوی موادو د قاچاق مخه نیولې ده، دا هغه مواد دی،  چې د هیروئینو په جوړولو کې کار ځنې اخیستل کېږی.د فراه پخوانى والی او سیاسی کارپوه محمد عمر شېرزاد دا منی چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت او د نېشه یی موادو تولید د سیمې هېوادونو ته هم ګواښ دی، خو د سیمې هېوادونه هم له نېشه یی موادو سره په مبارزه کې رښتینی نه دی.ده وویل: د سیمې هېوادونو ته هم زیان رسېږی، خو دوی هغه مسوولیتونه هم په سم ډول نه دی ادا کړی چې د نېشه یی موادو د کښت او قاچاق د مخنیوی په برخه کې یې لری، کېمیاوی مواد او نور وسایل چې د نېشه یی موادو په کښت، تولید او قاچاق کې کارول کېږی، د همدې هېوادونو له لارې افغانستان ته را قاچاق او بیا د نېشه یی موادو په پروسس کې کار ځنې اخیستل کېږی، دغه ډول دا نېشه یی مواد د همدې هېوادونو له لارې نړۍ ته قاچاق کېږی، د سیمې هېوادونو په دې برخه کې له افغان حکومت سره هېڅ مرسته نه ده کړې. د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې په تېرو لسو ورځو کې افغان امنیتی ځواکونو د نېشه یی موادو پر کارخانو او زېرمو باندې ۱۴۵ عملیات کړی چې په نتیجه کې یې ۱۵۰ قاچاق کوونکی او خرڅوونکی نیولی او دغه ډول ۴۷۷۸ ټنه نېشه یی مواد هم نیول شوی دی. په دې موادو کې ډېره برخه یې هغه کېمیاوی مواد وو، چې د ګاونډیو هېوادونو له لارې د هېروئینو جوړولو لپاره افغانستان ته قاچاق شوی وو.

ممکن است شما دوست داشته باشید