د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
دکونړ ولایت دکرنګل دره دپوځی عملیاتوپه بهیر کې د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکه شوه . دغه دره چې څو کلی لری په ماڼوګۍ ولسوالۍ کې موقعیت لری . دهېواد په ختیځ کې د ملی اردو یو قوماندان وایی: په دغو عملیاتو کې دوى بریالی شول چې دکرنګل ستراتیژیکی دره د ډار اچوونکوله شتون څخه پاکه کړی . ده وویل: په دغو عملیاتو کې څلور ډار اچوونکی وژل شوی او څلور نور ټپیان شوی دی . په دغو عملیاتو کې د ډار اچوونکو دوه مرکزونه هم دړې وړې شوی دی . ده وویل: په دغو عملیاتو کې سرتېرو او د سیمې اوسېدونکو ته کوم زیان نه دى اوښتى . باختر