روزنامه هیواد

د کونټرپارټ مشره: د طالبانو برید له افغان حکومت سره زموږ تعهد نه شی ماتولای

په امریکا کې د کونټرپارټ انټرنشنل د لوی دفتر مشره ان هیوډک وایی: دوی په افغانستان کې د خپل کار دوام ته ژمن دی. مېرمن هیوډک له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې ویلی: د دوی د کار عمده هدف د ټولنې د بېوزلو غړو د وړتیاوو لوړول دی او دوی به په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی.ان هیوډک وویل :(( کونټر پارټ تل یو غیر انتفاعی سازمان دی. زموږ تعهد دادی ،چې له خلکو سره د هغوی د ژوند په ښه کولو کې مرسته وکړو. زموږ تمرکز پر سیاسی برخې نه دی، بلکې موږ له ټولنې سره کار کوو.)) د کونټرپارټ مشرې زیاته کړه: دوی د معلولینو، ځوانانو او مېرمنو په ګډون د ټولنې له یو شمېر محرمو ډلو او افرادو سره کار کوی، څو وکړای شی د ټولنې د یوې برخې په توګه د خپل هېواد د راتلونکې په جوړیدو کې سهم واخیستلای شی.هغې په کابل کې د مې میاشتې د اتمې برید وغانده او ویې ویل: (( کوم بې معنى برید چې وشو په پر مختللې نړۍ کې هېڅ ځای نه لری. دا له اسلام سره هم هېڅ ربط نه لری هغه څه، چې د روژې په میاشت کې وشول، ډېر ناوړه وو.))کونټر پارټ څه باندې ۱۲ کاله کېږی، چې په افغانستان کې فعالیت کوی او له دې وړاندې پر یاد دفتر هېڅ ډول برید شوی نه وو.کونټر پارټ انټرنشنل په ۱۹۶۵ م کال کې رامنځ ته شوی او د نړۍ د پنځو وچو په څه باندې ۲۰ هېوادونو کې فعالیت کوی. دا موسسه د امریکا د پراختیایی ادارې یو اس اې ای ډی له خوا تمویلېږی.د یادې موسسې د کابل پر دفتر د چهارشنبې برید د ملګرو ملتونو په ګډون د ګڼ شمېر سازمانونو او افرادو له خوا غندل شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید