روزنامه هیواد

د کوسوو د استخباراتی ادارې پخوانی مشر هاګ کې محکمې ته وړاندې شو

د کوسوو د استخباراتی ادارې پخوانی مشر په هاګ کې د جنګی جرایمو په تور محکمې ته وړاندې شو.صالح مصطفی وړمه ورځ د استېناف محکمې ته له مراجعې ډډه وکړه.ده وویل، چې د استېناف تر مراجعې مخکې به له خپل مدافع وکیل سره مشوره وکړی.دی ۳۰ ورځې لری چې د استېناف محکمې ته مراجعه وکړی.مصطفی د تېرې پنجشنبې په ورځ د کوسووو په پلازمېنه پرېشتینیه کې په خپل کور کې ونیول شو.دی لومړی البانی نژاده دی، چې د ۱۹۹۰مې لسیزې د جګړې په تړاو د جنګی جرایمو په تور نیول کېږی.د کوسوو سپېشلېسټ چېمبرز په نامه په هاګ کې محکمه د کوسوو د آزادۍ ځواک د هغو غړو پر وړاندې تورونه څېړی ،چې په ۱۹۸۸ او ۹۹ کلونو کې له صربیا څخه د خپلواکۍ د جګړې پر مهال په جنګی او بشریت ضد په جرایمو تورن دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید