روزنامه هیواد

د کورونا په اړه د عامه پوهاوی مسوولیت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپارل شو

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهور رییس د لارښوونې پر بنسټ، د پوهاوی ورکولو مسوولیت، د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته سپارل شوی دی.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتی چارو مرستیال، عبدالمنان شېوای شرق، چې د حکومت د اطلاعاتو اورسنیو په مرکز کې یې د خبری کنفرانس پر مهال خبرې کولې، زیاته کړه: د عامه پوهاوی پروګرام، د افغانستان د خلکو، رسنیو او مسوولو بنسټونو ترمنځ، د مشارکتی کار په توګه مربوطېږی.ده وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به، په دغه پراخ مشارکت او نویو کاری طریقو سره، له دې وروسته د عامه پوهاوی پروسه مدیریت کړی.شېوای شرق د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له همکارۍ او د وحید عمر تر مشرۍ لاندې، د کورونا ویروس خپرېدو مخنیوی او وقایې لپاره د عامه پوهاوی کمېټې له کړنو څخه په مننې سره زیاته کړه: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مخکې له دې چې د عامه پوهاوی مسوولیت پر غاړه واخلی، په دې برخه کې یې په ۳۴ ولایتونو کې له سیمه ییزو ادارو سره په همغږۍ پراخ فعالیتونه کړیده وویل: دغه وزارت په ۳۴ ولایتونو کې له هغو ټولو انځوریزو، غږیزو او چاپی رسنیو سره په اړېکه کې وو، چې د عامه پوهاوی پروګرامونه تر سره کوی.شېوای شرق وویل: اوس چې دغه مسوولیت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته سپارل شوی، یاد وزارت د مشخصو پروګرامونو له مخې، چې د خبریالانو، رسنیو او خلکو لپاره، اطلاعاتو ته د لاسرسی حق برابروی؛ هغوی کولای شی په دې برخه کې د وزارت له ډېر کوچنی فعالیت څخه هم خبر ولریده ټینګار وکړ: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به، په ټوله امانتدارۍ او د هغه پوهاوی له مخې چې د افغانستان د خلکو د حق او بیت المال پیسو په اړه یې لری؛ د عامه پوهاوی برخې ته د ځانګړی شوی لګښت، د ډېرو وړو مسایلو په اړ هم ځواب ویونکی وید اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتی چارو مرستیال وویل، چې تر اوسه اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته، د پوهاوی ورکولو لپاره، بودجه او د هغې اندازه نه دی مشخص شوی او د مشخص کېدو په صورت کې به یاد وزارت، د هغې د هرې افغانۍ په اړه دولت، قانونی بنسټونو، رسنیو او خلکو ته ځواب ویونکی وی.نوموړی وویل:وزارت هڅه کوی چې په اوونیز ډول له رسنیو سره غونډې ولری او تر ټولو کره اطلاعات د افغانستان خلکو ته وړاندې کړی.دغه راز شېوای شرق وویل: وزارت هڅه کوی، چې په هره اوونۍ کې د زونونو په کچه د ولایتونو والیان مطبوعاتی کنفرانسونه جوړ کړی، څو خبریالان وکولای شی چې د سیمه ییزو ادارو او مسوولینو د کړنو د څرنګوالی په اړه، د ډېرو وړو موضوعاتو په تړاو هم پوښتنې وکړی.ده وویل، چې د وزارت له خوا څخه یو مشخص فارمټ چمتو شوی او د ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ټولو ریاستونو ته استول کېږی، څو هغوی دغه فارمټونه د هرې شنبې په ورځ، تر ډکېدو وروسته، رسنیو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته واستوی.ده وویل، چې په دې فارمټ کې، له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ولایت بودجه، د اوونۍ په اوږدو کې لګول شوې بودجه، د خصوصی سکتور د مرستو اندازه، پر کورونا ویروس د اخته کسانو، پر کورونا ویروس د ککړو شکمنو کسانو، د مړو شویو کسانو، د روغو شویو کسانو، د ټسټ شویو کسانو، او د هغو رسنیو شمېر، چې د عامه پوهاوی په برخه کې فعالې وې؛ ځای پر ځای شوی.شېوای شرق وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه کوی، چې د افغانستان خلک د کورونا له مصیبت څخه خوندی پاتې شی او د دې وژونکې ناروغۍ قربانی نشی.ده له خلکو څخه وغوښتل، چې د عامې روغتیا وزارت وړاندیزونه او حل‌لارې په پام کې ونیسی، په کور کې پاتې شی او پر تګ راتګ لګول شوی محدودیت مراعت کړی، څو دغه وژونکی ویروس مهار شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید