روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کورونا واکسین جوړوونکی: ښایی راتلونکی ژمی ټولنیز ژوند عادی شی

د کورونا ویروس پر وړاندې د واکسین جوړونکی شرکت وایی: کېدای شی راتلونکی ژمی په نړۍ کې ژوند نورمال حالت ته را وګرځی.د فایزر شرکت غړی او د واکسین جوړولو د برخې یو څېړونکی پروفیسور اوګور شاهین وایی: په نړۍ کې د واکسین وېش ډېر وخت غواړی ، نو له همدې امله ښایی آن تر راتلونکی کاله وضعیت عادی نه شی.دی وایی، چې راتلونکی دوبی به واکسین اغېز وکړی او راتلونکی ژمی به په نړۍ کې ژوند نورمال وی.د دغه شرکت مسوولین وایی، چې د واکسین وېش به ډېر ژر پیل کړی او په خبره یې ګڼو هېوادونو تر دې دمه د میلیونونه دوزه واکسینو د اخیستلو وړاندیز ورته کړی.د یادونې وړده، چې د فایزر شرکت بریالی شوی، څو د کورونا ضد واکسین جوړ کړی او هغه له درېیو ازمویښتی پړاوونو تېر شی.د معلوماتو له مخې تر دې دمه پر ۴۳ زره کسانو دغه واکسین ازمویل شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید