د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
افغانستان ممکن د نړۍ د ډېرو کمو هغو هېوادونو له ډلې وی، چې خلک یې اوسمهال د کورونا په غم کې نه دی.دلته خلک په پراخه کچه د غم-ښادۍ په مراسمو کې برخه اخلی، سیاسی او ټولنیزې غونډې جوړوی او هېڅ ډول فزیکی واټن نه مراعتوی.د عامې روغتیا وزارت وایی: په افغانستان کې د کورونا ویروس د برېتانوۍ بڼې تثبیت او دغه راز ګاونډېو هېوادونو پاکستان او ایران کې د ویروس د دې ډول زېاتېدو اندېښمن کړی دی.د وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزی وایی: دا مهال دوی د کورونا د درېیمې څپې له ګواښ سره مخ دی: (( لومړۍ څپه کې د کورونا موږ تجربې ترلاسه کړې، دویمه څپه کې مو هغه خلاوې ډکې کړې ،چې درلودې مو، اوس موږ د درېیمې څپې په تهدید کې قرار لرو، د درېیمې څپې د مخنیوی لپاره موږ لازم تدابیر لرو.)) په دې وروستیو کې په ننګرهار کې د کورونا ویروس د بدلون موندلې بڼې ۷ مثبتې پېښې ثبت شوی.د عامې روغتیا وزارت وایی: له همدې پېښو وروسته دوی له پاکستان او ایران سره پر پوله پرتو ولایتونو کې د هغو کسانو واکسین پیل کړی، چې هېواد ته ستنېږی.د وزارت د ویاند مرستیال ښاغلی علیزی وایی: دوی پر راستنېدونکو سربېره د ټولنې ځینې نور وګړی هم د واکسین کړۍ کې شامل کړی . دی زیاتوی: (( د کورونا د نوی ډول د مخنیوی لپاره د عامې روغتیا وزارت په ۳۴ ولایتونو کې منظم تدابیر نیولی ، لومړی دا چې له پاکستان او ایران سره په سرحدی ولایتونو کې د مهاجرینو د واکسین چارې پیل شوی دی، د دې ترڅنګ د هغو کسانو واکسین هم پیل شوی، چې له پنځوسو کلونو یې عمر لوړ دی او ضمیموی ناروغۍ لری، بندیانو او کوچیانو او هغو کسانو ته هم واکسین پیل شوی، چې بېوزلۍ کې ژوند کوی.))