روزنامه هیواد

د کورنیو چارو وزارت ۳ لوړپوړی چارواکی له دندو لرې شول

د ولسمشرغنی له خوا د کورنیو چارو وزارت درې لوړپوړی چارواکی له دندو لری شول او پر ځای یې درې نور کسان وټاکل شول.د کورنیو چارو وزارت لومړى مرستیال جنرال محمد جانان بارکزى، ارشد امنیتی معیین جنرال اختر ابراهیمی او له تروریزم سره د مبارزې رییس جنرال نجیب امان هغه کسان دی، چې د ولسمشر محمد اشرف غنی له خوا له دندو لری شوی‌.د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ امریکا غږ ته ویلی ، چې دغه اقدام د ښه امنیت ټینګېدو، په کورنیو چارو وزارت کې د چارو د ښه تنظیم او له جنایی جرمونو او تروریزم سره د جدی مبارزې په هدف اخیستل شوى او پر ځای یې نوې کسان په دندو ګمارل شوی‌.د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمی وویل ،چې د کورنیو چارو وزارت په وړاندیز او د ولسمشر غنی په منظورۍ خوشحال سادات د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتی معیین، عبدالصبور قانع د کورنیو چارو وزارت لومړى مرستیال او ماهر یعقوبی له تروریزم سره د مبارزې د رییس په توګه ټاکل شوی.ښاغلی رحیمی زیاته کړه، چې له دندو لری شوی کسان د ((کورنیو چارو وزارت د احتیاط)) څانګې ته معرفی شوی‌.دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غنی تېره میاشت ویس احمد برمک د کورنیو چارو وزارت او طارق شاه بهرامی له دفاع وزارت څخه لری کړل او پر ځای یې امرالله صالح د کورنیو چارو وزارت سرپرست او اسدالله خالد د دفاع وزارت د سرپرست په توګه وټاکل.ولسمشر غنی په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې امرالله صالح د خپل لومړی مرستیال په توګه وټاکه، چې وروسته یې له دندې څخه استعفا ورکړه.ولسمشر محمد اشرف غنی د امرالله صالح له استعفی وروسته د ملی امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه وټاکه.

ممکن است شما دوست داشته باشید