روزنامه هیواد

د کورنیو چارو وزارت: له (( تمیم )) او ساتونکو سره به ‌یې قانونی چلند وشی

تمیم، هغه کس چې له ساتونکو سره یې د کابل په زړه نوی ښار کې ۲۴ ساعته د افغان امنیتی ځواکونو پر وړاندې وجنګېد.د کورنیو چارو وزارت وایی: تمیم هغه غېر مسوول وسله‌وال دی، چې له ساتونکو سره یې یوځای لکه وسله‌وال مخالفین د افغان امنیتی ځواکونو پر وړاندې وجنګېد، چې دغه عمل‌ یې په هېڅ صورت د بخښلو نه‌دی.د دغه وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمی ویلی ، چې تمیم او ساتونکو یې له یوې خوا قانون تر پښو لاندې کړی او بل‌خوا یې افغان امنیتی ځواکونو ته تلفات هم اړولی.نوموړی زیاته کړه: (( کوم عمل چې تمیم او ساتونکو یې کړی په هېڅ صورت د بخښلو نه‌دى، له هغوى سره به د قانون په رڼا کې جدی چلند وشی.))د ښاغلی رحیمی په خبره، تمیم او ساتونکو یې هغه مهال د امنیتی ځواکونو پر وړاندې په وسله‌وال مقاومت لاس پورې کړ، چې پولیسو غوښتل د محاکمو د پرېکړې له مخې هغه کور، چې دی په‌کې اوسېدا خپل اصلی خاوند ته وسپاری. تمیم د افغانستان د دفاع وزارت د پخوانی وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ ناسکه زوی دی.

د کورنیو چارو وزارت وایی: د افغان امنیتی ځواکونو او د تمیم د ساتونکو ترمنځ وسله‌واله نښته کې یو پولیس شهید شوی او شپږ نور ټپیان دی، چې له ډلې یې د روغتیایی وضعیت نازک دی.د دغه وزارت په خبره، په یاده پېښه کې د تمیم درى ساتونکی هم ټپیان شوی. مشرانو جرګې هم په عمومی غونډه کې په‌دې اړه بحث کړى او د تمیم او ساتونکو دغه کړنه‌یې له زغم پورته وبلله.​د دې جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار په‌دې اړه وویل:(( د ارګ په څو مترۍ کې یو کس راپورته کېږی او د قانون د پلی کوونکو سرتېرو پر وړاندې له راکټ او پیکا نه کار اخلی او پولیس په شهادت رسوی، له بده‌مرغه چې دا ډېره سخته موضوع ده، موږ هیله لرو چې له دې موضوع سره جدی او پرېکنده عمل وشی.))دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږی چې افغان امنیتی ځواکونو څو ورځې وړاندې په تخار کې د نوید په نامه یو غیر مسوول وسله‌وال او ورسره څو ملګری ونیول. د غېر مسوونو کسانو او وسله‌والو ډلو له‌خوا له زوره کار اخیستل او غیر قانونی کړنې په افغانستان کې یو له جدی ننګونو څخه شمېرل کېږی چې له امله ‌یې خلکو تل شکایت کړى دى، خو د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، چې تر راتلونکو دوو ورځو به د غیر مسووله وسله‌والو د نیولو لړۍ په ټول هېواد کې پیل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید